لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنۍ، ترهګرۍ او جنګونو ضد احتجاجي مظاهرې کړي


File Photo - Razmak - North Waziristan PTM
File Photo - Razmak - North Waziristan PTM

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرون په اوومه جولايۍ د خېبرپښتونخوا او بلوچستان بيلابيلو سيمو ترڅنګ، اسلام اباد او کراچۍ کې "د ناامنۍ، ترهګرۍ او جنګونو ضد او ډېورنډ لاين (افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله) د غلطو قوانينو او پښتون وطن کې د ناروا لوډشيډنګ خلاف" مظاهرې کړي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په دويمه جولايۍ اعلان کړی وو چې په اوومه جولايۍ به "د پي ټي ایم لخوا په ټول پښتون وطن کې او ورسره په نړیواله کچه احتجاج کیږي. 1، په پښتون وطن کې ترهګري او ډالري جنګونو مخالفت. 2، په سختو ګرمیو کې ناروا لوډشیډنګ. 3، په ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او تجارت بند لارې خلاصولو په حق کې او د ولسونو سره ظلم او هلته په ځایي خلکو په زوره پاسپورټ ویزه لاګو کولو خلاف، احتجاجي مظاهرې کيږي".

پي ټي اېم پرون په باجوړ، مومندو، مردان، خېبر، بنو، لکي مروت، وزیرستان، اسلام اباد، کوټه، چمن، لورالايي او بلوچستان نورو سيمو ترڅنګ په کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

منظور پښتين په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ مشر جنرل عاصم منير او چیف جسټس قاضي فايز عيسا ته په مخاطب کولو سره ویلي،

"ایا نن تاسو نه وينئ چې په ټول پښتون وطن کې ولس د پي ټي اېم په غږ د احتجاج دپاره په سړکونو راوتلی، ترهګرۍ، ډالري جنګونو، او اپرېشنو (عملياتو) مخالفت کوي، ولس واورئ او ظالمانه پالیسيانې ختم کړئ".

پي ټي اېم دغه احتجاجونه په داسې وخت کې کړي چې په پينځمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.‏

په 22م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.

پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام هم د دغو عملياتو مخالفت کوي.

په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي وو، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه. او زياته کړل شوې،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې ده".

منظور پشتين د پي ټي اېم د بېلابيلو احتجاجي مظاهرو عکسونه په اېکس پوسټ کړي او يو پوسټ کې یې په رسنيو هم نيوکې کړي دي، "په ټوله پښتنه سيمه کې د امن دپاره د پي ټي اېم احتجاجونو ته ځای نه ورکوونکو صحافيانو او ټي وي چېنلو والو، ایا بحيثيت انسان تاسو ته، هره ورځ د پښتنو دردناکه قتل عام، د وړو ماشومانو پورې په وينو کې لت پت جسدونو احساس نشته؟ نور تعصب بند کړئ".

پي ټي اېم دغه احتجاجي مظاهرې په داسې وخت کې کړي چې د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي ښار چمن کې د تېر کال ‏‎20‎م اکتوبر راهسې د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري، په کومه پرېکړه کې چې ويل شوي وو چې نور به د ‏چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک ‏سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې ‏په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه ‏وي.‏

احتجاج کوونکي د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د مقامي خلکو دپاره دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر دپاره پخوانی نظام بحال کړي چې خلکو به د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره تګ راتګ کولی شو.

د بلوچستان حکومت د پرلت والو سره وخت په وخت مذاکرات کړي چې تراوسه نه دي کامياب شوي او حکومت وايي د خپلې فېصلې څخه ‏نه شي په شا کېدی ځکه چې د دوو هيوادونو ترمنځ خلک به په ويزه او پاسپورټ سفر کوي.‏ خو په چمن کې ناست پرلت وال وايي د خپلې غوښتنې منلو پورې به یې احتجاجي پرلت روان وي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG