لاس رسیدونکی لینک

 
‎بنو: د جاني خېلو مخور مشر او د پي ټي ایم ملاتړی ډاکټر نور محمد په هدفي برید کې وژل شوی
تازه خبر

‎بنو: د جاني خېلو مخور مشر او د پي ټي ایم ملاتړی ډاکټر نور محمد په هدفي برید کې وژل شوی


د بنو جاني خیل یو قامي مخور مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوي ډاکټر نور محمد د نامعلومو وسلوالو لخوا په ډزو وژل شوی. د وژنې ذمه واري یې چا نه ده منلې.

‎نوموړي قامي مشر په جاني خېل سیمه کې خپل شخصي کلینک چلولو اؤ ځایي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي هغه تېر ماښام له کلینکه کور ته روان ؤ چې په لاره کې پرې نامعلومه وسله والو برید کړی اؤ وژلی یې دی.

په کال ۲۰۲۱م کې چې په جاني خېل سیمه کې د څلورو تنکیو ځوانانو او یوه میاشت وروسته د یو بل قامي مشر په وژنه د سختو احتجاجونو لړۍ پېل شوې وه نو جاني خېل قام د حکومت سره د خبرو لپاره د ډاکټر نور محمد په مشرۍ د خبرو کمیټي جوړه کړې وه.

‎ډاکټر نورمحمد به په سیمه کې د روانې ناامنۍ پرضد جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجي غونډو بشپړ ملاتړ کولو، او د خپلو ویناوو پرمهال به یې اکثره د حکومت په جنګي تګلارې سختې نیوکې کولې.

‎په جاني خېل سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رابطه کار او د جاني خیلو د قامي کمېټۍ غړی لطیف وزیري وايي، ډاکټر نورمحمد خپل کلینک څخه کور ته روان و چې د چارشنبې- شورو په ماښام پرې په لاره کې نامعلومو وسلوالو پرې ډزې وکړې.

پولیسو دا پېښه تایید کړې او وايي چې نوموړی په برید کې په موقعه وژل شوی وو او پولیسو د نامعلومو کسانو خلاف مقدمه درج کړې ده.

‎د جاني خېل پولیسو تاڼې چارواکي وايي پلټنې پیل شوي دي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا هدفي پېښه ده ،د مقدمې مراسله د ترهګرۍ پرضد پولیسو ته لیږل شوې ده.

‎لطیف وزیري وویل چې ډاکټر نورمحمد یوازینی قامي مشر و چې هر کله به قام ته سخت وخت راغی، نو هغه به له قام سره اوږه په اوږه ولاړ و.

هغه زیاته کړه چې دا د غم او افسوس مقام دی چې هره ورځ د قام مشران او ځوانان په بې دردي سره وژل کېږي، او ریاست یې یوازې ننداره کوي.

‎د علاقې یو بل مشر، ملک مویز، د ډاکټر نورمحمد وژنه یو لوی زیان بولي او وايي چې هغه په جرګه او مرکه کې د قام د استازیتوب یو پیاوړی غږ و چې خاموش کړل شو.

‎ملک مویز وایي چې دوی ریاست ته د امن خواست کوي، خو د دوی د امن غوښتنې ته غوږ نه اېښودل کېږي.

د هغه په وینا، په سیمه کې په کال ۲۰۰۹م کې پوځي عملیات شوي، کورونه او بازارونه یې وران شوي، خو تر عملیاتو وروسته پکې ناامني دوام لري.

‎د علاقې یو بل مدني فعال، علاالدین، وايي "چې د ډاکټر صیب په څیر مشر محفوظ نه وي، نو داسې ښکاري چې په سیمه کې هیڅوک محفوظ نه دی"

هغه زیاته کړه چې په تېره لڼډه موده کې په دې سیمه کې په لسګونو کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي چې زیاتره یې قامي مشران او د علاقې با شعوره ځوانان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG