لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي ایم: د پیښور هایي کورټ فیصله ښایي غوښتنې یې ریښتوني دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي عبدالله ننګيال ډيوه ته ويلي د امنيتي ادارو لخوا په حراستي مرکزونو کې اوس هم ګڼ شمېر داسې تنان دي چې عدالتونو ته نه دي وړاندې کړل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي ټي ایم) غړو د پېښور هایي کورټ ۱۹۶ د هغه تنانو د خوشې کولو عدالت د دې پرېکړې هرکلې کړې دی چې پوځي عدالتونو کې ورته سزا ګانې ورکړل شوې وی. د پي ټي ایم غړو وي او اې ډيوه ته ويلي دا فیصله ښايي چې د دوی غوښتنې ریښتوني دي.

دوی وایي خو اوس هم په زرګونو خلک له درکه دي بايد چې هغوي هم عدالتونو ته وړاندې کړل شي او د بې ګناهۍ په صورت خوشې کړې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي عبدالله ننګيال ډيوه ته ويلي د امنيتي ادارو لخوا په حراستي مرکزونو کې اوس هم ګڼ شمېر داسې تنان دي چې عدالتونو ته نه دي وړاندې کړل شوي.

عبدالله ننګيال وایي: "دا چې کومه فېصله ده دا دې خبرې څرګندونه کوي چې کوم د وکيل،دليل او اپيل حق يو ملزم تا حاصل وي هغه دوي ته نه وو ورکړل شوې، اوجبري ورته فېصلې اورول شوې وې، نو د عدالت دا فېصله څرګندونه کوي چې زمونږ (له درکه تنانو) غوښتنه سمه وه ".

د خالي په ورځ ۱۹۶تنانو د خوشې کولو په ۴۲۶ صفحو تفصيلي فيصله کې د پېښور هايکورټ ويلي دې کسانو ته په داسې مقدمو کې سزاګانې اورول شوي په کوم کې چې د دوی پرضد کوم ثبوتونه نه دي وړاندي کړل شوي چې دوی په ترهګرۍ کې ککړوو۔

د پوځي عدالتونو سزا ګانو پرضد دې کېس وکيل شبير حسېن ګګياڼي ډيوه ته وويل په پوځي عدالتونو کې دې ملزمانو ته د خپلې صفائي،موقعې ګواه او د وکيل حق نه وو ورکړل شوې.

شبير حسېن ګګياڼي وایي: "يو کس که اته کاله سزا کې وساتل شي، قېدې تنهائي کې وي او تشدد هم پرې شوي وي، نو هغه به مجبوري هغه خبره وايي چا ورته څنګه وويل او د هغې څه قانوني حېثيت نه وي".

شبير حسېن ګګياټي زياته کړه د دې فېصلې پرضد که سپريم کورټ کې خواست ونشي نو د ضروري کاغذي کاروائي وروستو دا ملزمان سبا خوشې کېدي شي.

شبير حسېن ګګياني وويل په پېښور هائي کورټ هم دغه ډول نورو ۱۰۰ تنانو خواستونه د اورېدنې د پاره منظور کړي او د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه به يي اورېدنه وي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG