لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند پولېټزر انعام ګټونکي کشميرۍ خبریالې ته ملک نه بهر د سفر اجازت نه دی ورکړی


ماټو ويلي هغه سره د دې چې د فرانس وېزه يې لرله د ډيلي په هوايي ميدان د سفر کولو نه منع کړل شوې ده

هندي چارواکو د خبريالانو نړيوالې جايزې پولېټزر ګټونکې او فوټو ژورنالسېټ ثنا ارشاد ماټو پېرس ته د سفر کولو منع کړې چې غوښتل يې د يو کتاب د مخ کتنې په دستوره او په کشمير کې اخیستل شوو د خپلو تصويرونو په نندارتون کې ګډون وکړي.

‎ښاغلې ماټو چې د عکاسۍ سره ډاکومينري فلونه هم جوړوي په کال 2022 کې د رايټرز د درې نورو فوټوګرافرانو سره شريکه د پوليټزر جايزه ګټلې وه. په رايټرز د دې د اخستل شوو عکسونو يو فيچر سټوري چلېدلې وه. نورو درې واړو ته جايزه د هغوی په هند کې د کوېډ 19 د کورېج په سر ورکړل شوې ده.

ماټو ويلي هغه سره د دې چې د فرانس وېزه يې لرله د ډيلي په هوايي ميدان د سفر کولو نه منع کړل شوې ده.

هغه وايي “زه د يو کتاب مخ کتنې او د عکسونو نندارتون ته روانه وم ځکه چې زه په هغه لسو تنو کې يم چا چې د سېرېنډيپټي ارلز ګرانټ 2022 جاېزې ګټلي. زما عکسونه به نندارې ته ايښودل شوي وي. زه خفه يم چې د پيرس سفر نه شم کولی چې دستورې ته ورشم”.

ماټو وويل دستورې ته نور فوټوګرافران او هنرمندان هم د ګډون د پاره ورځي. شپږو نورو هندي جايزه ګټونکو ته هم په دستوره کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو د رپورټونو تر مخه يواځې ثنا ماټو د سفر کولو نه منع کړل شوې ده.

هغه وايي “زما سره په يو پرواز کې يو بل جايزه ګټونکی هم و هغه ته د سفر اجازت ورکړل شو خو زه نه پوهېږم ماته ولې د هېواد نه د بهر تلو اجازت نشته؟

هغې په خپل ټوېټر د پاسپورټ هغه پاڼه او د بورډېنګ پاس تصويرونه خواره چې پرې د ډيلي د ايمېګريشن د چارواکو لخوا ټاپه لګېدلې او پرې ليکل شوي “بغير د څه بدنيتۍ دا منسوخ کوي”.

د وي او ای د ډېرو کوښښونو باوجود چې د هند د کورني چارو وزارت د چارواکو نه په دې اړه سپيناوی وغواړو خو څوک هم ځواب ويلو ته حاضر نه شول البته د اميګريشن ډېسک يو افسر وويل مجاذ چارواکي موجود نشته چې پوښتنې ته ځواب ووايي.

د هندي چارواکو دا چلن د ميډيا د حقونو د پاره کارکونکو او ادارو د نيوکو سره مخ دی او سي پي جی د هندي چارواکو نه غوښتنه کړې ثنا ماټو دې په ازادۍ سفر کولو ته پرېږدي.

سي پي جی په ټوېټر ليکلي ډېرو کشميري خبريالانو ورته شکايتونه کړي چې هندي چارواکي يې بهر سفر ته نه پرېږدي او بيا په خاصه توګه هغه غونډو او دستورو ته چې پکې وينا کوي لا پکې برخه اخلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېځ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG