د روس صدر ولادیمیر پوتین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هېواد اضافي ځواکونو ته په جزوي توګه د متحرک کېدو امر وکړو او ويې وېل مغربي ملکونه روس تباه کول غواړي خو ماسکو به د هېواد او د ولس د تحفظ دپاره هره لاره استعمالوي.
صدر پوتین د ځواکونو د متحرک کېدو امر په داسې حال کې کړی چې په شمال مشرقي اوکراین کې د اوکراین ځواکونو د روسي عسکرو په ضد پرمختګ کړی او ګڼ شمېر سيمې يې بېرته نیولي دي.
قام ته په ټېلې وژن خپله وېنا کې پوتین وویل د اضافي ځواکونو متحرک کېدل روس د خپلواکۍ دپاره ضروري دي.
د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو وویل پوځ به درې لکه اضافي عسکرو ته د حاضرېدو حکم ورکوي.
صدر پوتین وویل مغربي نړۍ روس کمزوری او تباه کول غواړي. هغه زیاته کړه چې د ملک او خپل ولس د تحفظ دپاره به روس په خپل وس کې هره لاره کاروي.
صدر پوتین دا هم وویل چې د اوکراین مشرقي دونباس سيمه به د هغه په قول "ازادوي". هغه زیاته کړه د دغې سیمې خلک د اوکراین برخه جوړېدل نه غواړي.
په دونباس او لوهانسک سیمو کې بېلتون خوښو مشرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې په سیمه کې به دا هفته ووټونه کولی شي چې خلک پکې روس سره د شاملېدو اعلان وکړي.
د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي دغه خبره رد کړه او ويې وېل روس په دغه سیمه کې د هغه په قول جعلي ووټونه کول غواړي.
صدر زېلېنسکي وویل په محاذ حالات څرګندوي چې دغه سیمه د اوکراین برخه ده.
د وي او ای رپورټ وايي د اوکراین په دغه سیمه کې د روسي ژبي ویونکو اکثریت دی او که هلته انتخابات کېږي نو نتیجه به يې د روس په حق کې وي.
رپورټ وايي د دغې سیمې په روس کې د شاملېدو اعلان به نه امریکا او نه به يې هم د امریکې مغربي اتحادیان ومني او امریکې او مغربي ملکونو په اوکراین د روس د یرغل په ضد کييف ته د اربونو ډالرو امداد ورکړی دی.
وایټ هاوس په دونباس او لوهانسک سیمو کې د رېفرېنډم خبره رد کړه.
د امریکي صدر جوبایډن د قامي سلامتیا مشر جېک سولېون وویل په دونباس او لوهانسک کې رېفرېنډم د سيمه ایزې او د د خپلواکۍ د اصولو خلاف ورزي ده.
سولېون وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ متحده قومونو ته وېنا کې به صدر بایډن په اوکراین د روس یرغل ته سخت ځواب ووايي.
د وي او ای رپورټ وايي د سېپټمبر د میاشت په شروع کې د اوکراین ځواکونو په خارکیف سیمه کې په ګڼ شمېر هغه سيمې بېرته نیولي چې روسي عسکرو د یرغل په شروع ورځو کې نيولې وې.
يادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي