لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس صدر د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو په پېښه اذربایجان نه بخښنه وغوښته

د روس صدر ولادیمیر پوټین د خالي یا شنبې په ورځ د خپل ګانډي اذربایجان د صدر نه د یوې مسافر وړونکې الوتکې په ولیدو بخښنه وغوښته، چې د روس په فضایي حدودو کې راولویدلې وه او ۳۸ کسان پکې وژل شوي ول، او هغه یې “افسوس ناکه پېښه” یاده کړه.

د روس صدر دا و نه ملنه چې د دې هېواد د هوايي دفاع سیسټم به د اذربایجان الوتکه نسکوره کړی وي خو په خپله خاوره کې یې د دې الوتکې د پیښې له امله د اذربایجان له صدر څخه بخښنه وغوښته.

کرملین په یوه بیان کې وویل چې د چیچنیا د روس د سیمه‌ ییز مرکز ګروزني ته نږدې د هوايي دفاع سیسټمونه د اوکرایني ډرون برید په غبرګون کې ډزې کولې، بل اړخ ته الوتکه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ناستې هڅه کوله. په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې الوتکه د روسي هوايي دفاع سیسټمونو لخوا ویشتل شوې ده.

د کرملین د خبرپاڼې له مخې، پیوټن د اذربایجان صدر الهام علي‌اوف نه بخښنه وغوښته “د دې لپاره چې دغه خواشینونکې پېښه د روس په هوايي حریم کې رامنځته شوه.”
کرملین د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "ولادیمیر پوټین د روس په هوايي فضا کې د دې ترخې پېښې د رامنځ ته کېدو له امله بخښنه وغوښته، د قربانیانو له کورنیو سره یې خپل ژور تسلیت څرګند کړی دی او زیانمنو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده."
د کرملین د اعلامیې په اساس د دواړو هېوادونو مشرانو د الوتکې د سقوط په تړاو د مطرح شویو پوښتنو په اړه په جزئياتو سره خبرې کړې دي.
روس دغه راز ویلي چې په دې برخه کې به له اذبایجان او روس سره له نږدې کار وکړي.
د اذربایجان د حکومت په اعلامیو کې راغلي چې د دوی الوتکه په هوا کې ویشتل شوې ده. امریکا ویلي لومړنۍ نښې ښيي چې د دې الوتکې په سقوط کې د روس د هوايي دفاع سیستم ذمه واره دی.
د وایټ هاوس د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا چارواکو "یو شمېر لومړنۍ نښې لیدلي چې د روس د هوايي دفاع سیسټمونو لخوا د دې الوتکې رانسکورولو ته اشاره کوي." خو هغه په دې برخه کې د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې لا هم تحقیقات دوام لري.

نور معلومات:

د اذربایجان پلازمېنې باکو څخه ګروزني ته تلونکې الوتکه قزاقستان ته د مخ اړولو په حال کې وه چې د ناستې پر مهال ولوېده. په دې پېښه کې ۲۹ کسان ژوندي پاتې شول.

د جمعې په ورځ، یوه امریکایي چارواکي او د اذربایجان یو وزیر جلا جلا څرګندونې وکړې.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل چې د امریکا لومړنۍ ارزونې داسې ښکاري چې الوتکه د روسي هوايي دفاع سیسټمونو لخوا ویشتل شوې، خو نوموړي د څېړنو د دوام له امله د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د اذربایجان د ډیجیټل پراختیا او ترانسپورت وزیر، رشاد نبی‌اوف، اذربایجاني رسنیو ته وویل چې “د کارپوهانو لومړنۍ موندنې د بهرني تاثیر احتمال ښيي.”

د پېښې ژغورل شویو کسانو اذربایجاني رسنیو ته ویلي چې د ګروزني پر سر د الوتکې په دوران کې یې لوړ غږونه اورېدل.

د روس د ملکي هوايي چلند ادارې مشر، ډیمتري یادروف، وویل چې د ژورې ورېځې له امله د ګروزني ښار ته نږدې د اوکرایني ډرونونو بریدونه روان وو، چې له امله یې چارواکو د هوايي ټرافیک لپاره دغه سیمه بنده کړه.

هغه زیاته کړه چې د الوتکې کپتان دوه ناکامې هڅې وکړې چې په ګروزني کې ناسته وکړي، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د قزاقستان اکتاو ښار ته الوتنه وکړي.

د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

Forum

XS
SM
MD
LG