لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن د روسي ځواکونو په قبضه کې د اوکراین په ځینو علاقو کې مارشل لا لګولې


د اوکراین په ځینو سیمو کې د صدر پوټن د مارشل لا اعلان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اوکراین په جنوب خېرسن علاقه کې د روس ګمارل شوي مشر ویلي په زرګونو ملکي کسانو او د هغه مامورینو چې روس مقرر کړي علاقې نه د اوکرایني ځواکونو د پېش قدمۍ په مخ انخلا شروع کړې ده
د اوکراین په ځینو سیمو کې د صدر پوټن د مارشل لا اعلان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اوکراین په جنوب خېرسن علاقه کې د روس ګمارل شوي مشر ویلي په زرګونو ملکي کسانو او د هغه مامورینو چې روس مقرر کړي علاقې نه د اوکرایني ځواکونو د پېش قدمۍ په مخ انخلا شروع کړې ده

د روس صدر ولادېمېر پوټن د اوکراین په هغه څلورو علاقو کې د مارشل لا اعلان کړی دی چې ځينې برخې یې د روسي ځواکونو په ولکه کې دي او د اوکراین په مشرق کې د اوکراین ځواکونو هغه سيمې بېرته اخیستلو ته دوام چې روس نیولې وې.

صدر پوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس د سېکیورټي کاونسل انلاین غونډې ته وویل په دونېڅک، لوهانسک، خېرسن او ژاپروژیا سیمو کې د مارشل لا اعلانولو دپاره يې اعلامیه دستخط کړې ده. روس دغه څلور واړه سيمې تېره میاشت په غیرقانوني ډول د ځان سره ضم کړي دي.

صدر پوټن وضاحت و نه کړو چې د مارشل لا دلاندې به څه ګامونه اخیستل کېږي خو ويې وېل چې دغه انتظام به د زیارت، پنجشنبې، د نيمې شپې نه نافذ شي. د صدر پوټن په امر کې قانون نافذ کونکو ادارو ته درې ورځې وخت ورکړی شوي چې خپل تجویزونه وړاندې کړي.

د اوکراین په ځینو سیمو کې د صدر پوټن د مارشل لا اعلان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اوکراین په جنوب خېرسن علاقه کې د روس ګمارل شوي مشر ویلي په زرګونو ملکي کسانو او د هغه مامورینو چې روس مقرر کړي علاقې نه د اوکرایني ځواکونو د پېش قدمۍ په مخ انخلا شروع کړې ده.

ولادېمېر سالډو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په تېرو دوو ورځو کې د ۵۰۰۰ نه زیاتو کسانو علاقه خالي کړې ده.

بلخوا، امریکې، برطانيي او فرانس د متحده قومونو د سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا نه غوښتلي چې په اوکراین کې د روس د ایراني ډورن په استعمالولو دې بحث وکړي.

د اوکراین چارواکو ویلي تېره هفته په اوکراین حملو کې چې پکې په سرښار کییف بریدونه هم شامل دي روسي ځواکونو د ایران جوړ شاهد ۱۳۶ نومې ډرون کارولي دي
د اوکراین چارواکو ویلي تېره هفته په اوکراین حملو کې چې پکې په سرښار کییف بریدونه هم شامل دي روسي ځواکونو د ایران جوړ شاهد ۱۳۶ نومې ډرون کارولي دي

سفارتکارانو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د روس د ایراني ډرون جهازونو د ا ستعمال په اړه د اقوام متحده نه خواست شوی چې د اقوام متحده چارواکی دې د شورو، چهارشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته د بندو دروازو په شا معلومات یا بريفنګ ورکړي.

د اوکراین چارواکو ویلي تېره هفته په اوکراین حملو کې چې پکې په سرښار کییف بریدونه هم شامل دي روسي ځواکونو د ایران جوړ شاهد ۱۳۶ نومې ډرون کارولي دي.

په دغه حملو کې ډرون په هدفونو قصداً غورځول شوي دي.

ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس د ایراني ډرون جهازونو د استعمالولو نه انکار کوي.

د اېستونیا د دفاع وزیر هانو پېکار د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه ګڼي چې د اوکراین په نورو ښارونو به د ډرون نورې حملې هم کېږي.

هغه وویل اوکراین د نیمې نه زیات ډرون غورځولي دي خو اوکراین په دې لړ کې مرستې ته ضرورت لري.

اوکرایني چارواکو د هوايي دفاعي نظام په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اوکراین خارجه وزارت ویلي په تېره یوه هفته کې د ایران ډرون په بجلي ګرونو، د اوبو صفا کولو په کارخانو، رهایشي ودانو، پولونو او په شهري علاقو کې په نورو هدفونو غورځېدلي دي.

په اوکراین کې د روسي ځواکونو مشر د نهې، سه شنبې، په ورځ ویل په جنوبي خېرسن سیمه کې صورتحال ډیر مشکل دی ځکه چې د اوکراین ځواکونه د ملک جنوبي او مشرقي سیمې ماسکو نه بېرته اخیستلو دپاره جوابي حملې کوي.

جنرل سرګی سوروېکین د روس یو سرکاري ټېلې وژن ته وویل په دغه علاقه کې صورتحال ګران دی او د هغه په قول دښمن په خېرسن کې رهایشي ودانۍ او د بنیادي اسانتیاو په اډاڼي حملې کوي.

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د ای پي، اي اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG