لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین شپاړس کاله نور هم په واک باندې د پاته کېدو دپاره ځان ته لاره هواره کړه


د روس آئیني عدالت د هغه هېواد په آئین کې ځیني نوي ترمیمات تصویب کړل چې په هغو کې یو آرټیکل یې ولادیمير پوتین ته دا اجازت ورکوي چې په ۲۰۲۴ کال کې یو ځل بیا په صدارتي انتخاباتو کې د امیدوار په توګه برخه واخلي.

د روس په آئین کې نوي ترمیمات به د اپریل په میاشت کې په ټول ملک کې رېفرنډم ته هم وړاندې شي.

په جنوري میاشت کې، ولادیمير پوتین د روس په سیاسي چارو کې د یو لوی ادلون بدلون او په آئین کې د پراخو ترمیماتو د راوستلو اعلان وکړ. کرملېن ماڼۍ د دغو تغییراتو هدف دا ګڼي چې اختیارات له صدارت څخه پارلمان ته ووېشل شي.

خو تېره هفته، پوتین چې دا دی د روس د څلورمې دورې صدارت تېروي او له تېرو شلو کلونو راهیسي یې یا د صدر یا د وزیراعظم په توګه اختیارات ځان ته ساتلي دي، د روس په پارلمان (دوما) کې راڅرګند شو او د یو داسې آئیني ترمیم ملاتړ یې وښود چې هغه ته لاره هواروي څو د بیا ځلي دپاره صدارتي انتخاباتو ته ودرېږي. د روس اوسنی آئین پوتین ته دا اجازت نه ورکوي.

د تازه ترمیماتو نه مخکې قوانین او ضابطې وایي چې یو څوک نشي کولای درې ځله پر له پسې صدر وټاکل شي، خو اوس چې دا ترمیمات نهایي شي، نو هغه کولای شي چې په ۲۰۲۴ کال کې، او همدا راز په ۲۰۳۰ کال کې پر له پسې په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي او په واک باندې د پاته کېدو موده یې شپاړس کاله نوره هم پسې وغځیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG