لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن: روس د نوو ایټمي وسلو ازموینه کړې


د روس صدر ولادي میر پوټن ویلي هیواد ېې د ځینو داسې نوو اېټمي وسلو ازموینه کړې چې په نړۍ کې هر ځاېې په نخښه کولی شي.

د زیارت په ورځ ولادي میر پوټن د روس قانون دانانو ته سټیټ اف دي یونین (کلیزه وینا) کې د دغه نوو وسلو په اړه ویلي، په دې کې داسې توغندي شته چې د نړۍ یو میزایلي دفاعي نظام يې هم نه شي ودرولې. ښاغلي پوټن په ابو کې کار کونکی اېټمي ډرون تجربې په اړه هم خبره کړې.

روسي صدر ویلي سرماټ نومي انټرکانټیننټل بیلسټک میزایل د یو براعظم نه بل براعظم په نښه کولې شي: ٫٫ سرماټ یو طاقتور میزایل دې او داسې صلاحیت لري چې بیلسټک میزایل ودرولو مضبوط نظام يې هم مخه نه شي نیولی.٬٬

په خپله کلیزه وینا کې د روس صدر دهړکه ورکړې ٫٫ د ماسکو په ملګرو هیوادونو اېټمي برید به په روس برید ګنړل کیږي او روس به سمدستي د داسې بریدونو ځواب ورکوي.٬٬

د شام په حالاتو د خبرو په وخت ښاغلي پوټن ویلي په شام کې د روس عملیات د دغه هیواد د زیات شوي صلاحیتونو مظاهره ده او زیاته کړې یې ده: ٫٫ په تیرو څو کلونو کې د روس پوځ قوي کولو او د وسلو زیاتولو په لړ کې ډیر ښه کار شوی. اوس ګردې نړۍ ته زمونږ د نوو جنګي جهازونو، سمندري جهازونو(ابدوز)، هوايي، سمندري او زمکني میزایلي دفاعي نظام نومونه معلوم دي.٬٬

ښاغلي پوټن د روس د ریډار نظام په اړه ویلي یو داسې نوی نظام يې پرځاېې کړې چې د هر قسمه میزایلي برید په اړه به روس خبروي.

د خپل هیواد کمزوري اقتصاد په اړه صدر پوټن ژمنه کړې راتلونکې ٦ کالو کې به په روس کې د غریبۍ کچه نیم په نیمه کموي: ٫٫ د اقتصادي بحران لا امله د غریبۍ کچه سیوا شوې او نن ٢٠ ملینه خلک دې نه اغیز مند دي. پکار ده چې په راتلونکې ٦ کالو کې د غربت کچه نیم په نیمه کمه کړو.٬٬ صدر پوټن ویلي غربت زمونږ لوې دښمن دې او که مونږ خپل حالات بدل نه کړل نو دا به نور هم خراب شي.

د دې میاشتې په ۱۸ مه نېټه په روس کې صدراتي ټاکنو ترسره کیدو وړاندې دا د صدر پوټن د روان صدرات اخېرۍ وینا وه. او تمه کیږي صدر پوټن به یو ځل بیا د ٦ کالو لپاره د روس صدر منتخب شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG