لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر چارواکو د فټ بال ورلډ کپ دپاره دوحه ته تللي د ډنمارک فلمساز کمپنۍ نه بخښنه غوښتې 


د 20۲۲ د فټ بال ورلډ کپ د نومبر په 20 نېټه په دوحه کې شروع کېږي‌ او لومړی مېچ به د کوربه قطر او د اېکوېډور ترمنځ وي
د 20۲۲ د فټ بال ورلډ کپ د نومبر په 20 نېټه په دوحه کې شروع کېږي‌ او لومړی مېچ به د کوربه قطر او د اېکوېډور ترمنځ وي

د قطر سپريم کميټي ويلي د ډنمارک د هغه فلمساز کمپنۍ نه يې بخښه غوښتلې چې امنيتي غړو ورته دړکه ورکړې وه او بيا هغه هر څه وايرل شوي ځکه چې دغې ميډيا د فوټ بال د نړيوال کپ نه وړاندې په سرښار دوحه کې عکسبندي کوله.

د ټي وي ټو رپورټر راس مس تانټولډ په ژوندۍ بڼه خپل چينل ته د فټ بال د نړيوال کپ په لړ کې د انتظاماتو په اړه معلومات ورکول چې امنيتي ځواکونو وګواښو.

کومه ويډيو چې خوره شوې په هغې کې تنډولډ ليدل کيږي چې خپله پېژندګلو کوي او وايي امنيتي غړو ورته ويل چې دا کيمره او نور سامان به ورله مات کړي.

په يو بيان کې سپريم کميټۍ ويلي “ د دوی په کار کې دا ګړ بړ يوه تېروتنه ده. چې کله مو د هغوې کاغذونه وکتل نو هر څه لکه د نوم اندراج او د فلم کولو اجازت نامه ورسره وه. نو د نوموړي خبريال نه ځايي امنيتي چارواکو په هغه وخت بخښنه وغوښتله او هغوی بيا خپل کار پيل کړو”.

د ټورنامينټ جوړونکو هم خبريالانو ته مشوره ورکړې چې هغه ځايونو ته د تللو نه دې ډډه وکړي چې د ورکړل شوي اجازت د حدودو نه بهر وي.

تانټولډ په کيمره ښودل کيږي چې پوښتنه کوي “تاسو ټوله نړۍ دلته رابللې ده نو بيا مونږ ولې فلمېنګ نه شو کولی؟

قطر ته د نړيوال فټ بال کپ کوربتوب ورکول لا دولس کاله وړاندې د غلا غولتۍ او بشري حقونو نه د سر غړونې په تورونو داغمن و خواوس دا د څار لاندې دي چې د راغلي مېلمنو سره څنګه چلن کوي.

د 20۲۲ د فټ بال ورلډ کپ د نومبر په 20 نېټه په دوحه کې شروع کېږي‌ او لومړی مېچ به د کوربه قطر او د اېکوېډور ترمنځ وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG