لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دوحه کې طالبان ولې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته نه حاضریږي؟


د طالبانو مذاکراتي پلاوی په تېرې یوې میاشتې کې د افغانستان له دولتي پلاوي سره چې دوحه کې دی، خبرې ندي کړي
د طالبانو مذاکراتي پلاوی په تېرې یوې میاشتې کې د افغانستان له دولتي پلاوي سره چې دوحه کې دی، خبرې ندي کړي

د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان د امن مذاکراتو لړۍ په ټپه درېدلې ده او په داسې حال کې چې د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې دی، طالب مرکچیان ورسره خبرو ته نه حاضریږي.

د جنوري په پنځمه نېټه د افغانستان دولتي مذاکراتي پلاوی، طالبانو سره د سولې د خبرو دویم پړاو دپاره دوحې ته ورسېد. خو دا دی د څه باندې څلوېښتو ورځو په تېرېدو، بیا هم د سولې دویم دور مذاکرات په عملي توګه ندي پیل شوي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: «د یوې میاشتې راپدېخوا دوی [طالبان] مجلسونو ته حاضر شوي نه دي او لکه څنګه چې تاسو هم ګورئ، دوی په سیمه ییزو سفرونو او زمونږ د ګاونډیو هېوادونو په سفرونو بوخت دي.»

مېرمن ناجیه انوري وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، طالبانو څه موده مخکې په دې بهانه خبرې وځنډولې چې ګني دوی پخپلو منځونو کې په مجلسونو بوخت دي. د دې په وینا، په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د دولتي پلاوي ترمنځ اوس مهال کومه رابطه نشته. د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاندې زیاته کړه: «د دواړو خواوو ترمنځ زیاته رابطه نشته، یوازې مونږ د رسنیو څخه اورو چې دوی په سفرونو مشغول دي.»

بل اړخ ته د افغانستان د حکومتي هیئت یو غړي متین بیګ له طلوع نیوز سره په خبرو کې دا دعوه کړې ده چې د طالبانو مرکچیان، په دې وروستیو کې مخکې تر دې چې اسلام آباد ته په سفر ولاړ شي، په خبرو او رابطو کې خوشبینه ښکارېدل، خو پس له دې چې د اسلام آباد نه دوحې ته واپس لاړل، نو رویه یې بدله شوله.

دا چې طالبان ولې د سولې د مذاکراتو دویم دور کې ځنډ راوستی او د خبرو دپاره ندي حاضر شوي، په دې اړه مو په دوحه کې د طالبانو د ویاند ډاکټر نعیم وردک سره د رابطې هڅه وکړه او په واټس اپ مو ورته پیغام هم ولېږه، خو هغه د پیغام په اخیستو هم څه جواب ندی ویلی.

د طالبانو یو پخواني چارواکي سید اکبر آغا چې اوس په کابل کې د خلاصون لارې شورا مشر دی، وي او اې ډېوه سره په خبرو کې وویل چې امریکاییانو د دوحې تړون د بیا ارزونې فیصله کړې، او دې خبرې طالبان په شک کې اچولي دي.

سید اکبر آغا وویل: «ملامتیا د خارجیانو ده چې هغه خبرې د ارزونې یې وکړې توافقنامه [د دوحې لوظنامه] یې په شک او تردید کې واچوله. نو طالبان اوس مطمین ندي چې دوی [امریکاییان] دې توافقنامه ومني یا دوی به خامخا نظرثاني ورباندې کوي.»

افغان حکومت وايي طالبانو له یو اړخه په هېواد کې تشدد او هدفي وژنو ته دوام ورکړی، او له بله اړخه د امن د مذاکراتو نه په شا شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د امریکې خلکو ته په یوه پرانیستي خط کې د امریکې او طالبانو تر منځ د تړون پر عملي کېدو ټینګار کړی دی. هغه په دې خط کې لیکلي چې طالبان د دوحې په لوظنامې ولاړ دي او امریکه دې هم ورباندې عمل وکړي.

د افغانستان یو مشهوره اخبار، اطلاعات روز، په یو مضمون کې ویلي چې په افغانستان کې د خارجي قواوو د پاته کېدو په اړه د امریکا او نېټو ممکنه فیصلې، طالبان وارخطا کړي دي.

سیاسي څېړونکی مشتاق رحیم هم وي او اې ډيوه ته وویل: «طالبان ډېر باوري ندي او د راتلونکي په اړه ورته وضاحت نشته دی چې د دوحې تړون په کومه بڼه باندې پاته کيږي، آیا پاته کيږي او یا نه پاته کیږي. نو د دې خبرو په رڼا کې دوی نه غواړي چې د افغان حکومت سره او یا افغان لوري سره مذاکراتو کې مخ ته لاړ شي.»

د افغانستان د امنیتي ادارو مشران وایي چې طالبان د پسرلي دپاره جنګ ته آمادګي نیسي، او افغان ځواکونه هم آماده دي چې دوی سره جنګ وکړي. د جنګ دپاره په داسې حال کې آمادګۍ نیول کیږي چې په تېر یو کال کې افغانانو د امن پروسې دپاره خوشبینې ښودله او د امن مذاکراتو ته خوشحاله و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG