لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر هغه غیرملکي کارکونکي ګرفتار کړي وو چې په تنخا کې د ځنډ خلاف يې احتجاج کړی و



د غیرملکي کارکنانو د ګرفتارۍ خبره د څېړنې یوې ادارې په داسې حال کې کړې ده چې درې میاشتې وروسته په قطر کې د فټ بال فیفا ورلډ کپ کېدونکی دی
د غیرملکي کارکنانو د ګرفتارۍ خبره د څېړنې یوې ادارې په داسې حال کې کړې ده چې درې میاشتې وروسته په قطر کې د فټ بال فیفا ورلډ کپ کېدونکی دی

په قطر کې په ورستیو ورځو کې ګڼ شمېر هغه غیرملکي کارکونکي پولیس ګرفتار کړي او ځینې یې ملک بدر کړي و چې په تنخاګانو کې د ځنډ خلاف یې احتجاج کړی و.

د غیرملکي کارکنانو د ګرفتارۍ خبره د څېړنې یوې ادارې په داسې حال کې کړې ده چې درې میاشتې وروسته په قطر کې د فټ بال فیفا ورلډ کپ کېدونکی دی.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د فټ بال مقابلو د کوربتوب په لړ کې نړيوالې ټولنې توجه د کارکونکو دپاره د قطر تګلاو او سلوک ته اوړېدلي ده.

رپورټ وايي د نورو خلیجي ملکونو په شان قطر هم غیر ملکي کارکونکو ته ضرورت لري او په قطر کې یوه هفته مخکې د کارکونکو احتجاج او دې ته د قطر د حکومت ردعمل د کارکونکو په اړه نړیوال تشویش نور هم زیاتولی شي.

خواريکښو د حقونو دپاره غږ پورته کونکې ادارې اېکويډم ريسرچ مشر مصطفا قادري ای پي ته وویل د کارکنانو ګرفتاري د قطر په دې لوظونو پوښتنې راولاړوي چې هېواد به د خارجي خواريکښو دپاره د کار حالات ښه کړي.

ای پي وايي د قطر حکومت ورته د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې ومنله چې ی شمېر احتجاج کونکي ولس د تحفظ قوانینو په خلاف ورزۍ نیول شوي وو. رپورټ وایي د قطر په بیان کې د ګرفتاریو او یا د خلکو د ملک بدر، ډيپورټ کېدو په اړه څه معلومات نه وو.

ای پي وايي په انټرنېټ شریک وډیوګانو ښودلي چې تر ۶۰ پورې کارکونکو د اګست په ۱۴ نېټه په دوحه کې د البنحدي نومې کمپنۍ د دفتر مخې ته احتجاج وکړو. اېکويډم وویل په احتجاج کونکو کې ځینې داسې کارکونکي هم وو چې په تېرو اووه میاشتو کې ورته تنخاګانې نه وې ورکړی شوې.

ای پي وايي د کمپنۍ دریځ معلومولو دپاره البنحدي د ای پي خواستونو ته ځواب و نه وېلو.

ای پي وايي د قطر حکومت تسلیم کړې چې کمپنۍ کارکونکو ته تنخاګانې نه دي ورکړې او د محنت وزارت به ټولو متاثره کارکونکو ته ځنډېدلې تنخاګانې او مراعات ورکړي.

د قطر حکومت وویل د کمپنۍ په اړه تحقیقات شروع کړی شوي دي.

قادري وویل نیول شوي کارکونکي په سخته ګرمۍ کې ساتل شوي وو او پولیس ورته وېل چې که په ګرمۍ کې احتجاج کولی شئ نو د بندي خانې په ګرمۍ کې هم وخت تېرولی شئ.

یو نیول شوي کارکونکي اېکویډم ته د بند نه وویل چې په بند کې ورسره تر ۳۰۰ پورې همکاران د بنګله دېش، مصر، هندوستان، نيپال او د فلېپینز دي ګرفتار دي. هغه وویل ځینو کارکونکو ته د احتجاج نه وروسته تنخاګانې ورکړی شوي دي خو ځینو ته نا؟ ای پي وايي د کارکونکي د خبرې تصدیق نشي کولی.

ای پي وايي فیفا په ۲۰۱۰ کې قطر ته د فټ بال ورلډ کپ د کوربتوب موقع ورکړه او د دغه وخت راهسې یې کوښښ کړی چې په ملک کې ملازمت دپاره طور طریقې ښې کړي چې پکې غیر ملکي کارکونکو دپاره د کفالت نظام ختمولو هم شامل دي.

قطر کارکونکو دپاره د میاشتنۍ تنخا کم نه کم حد یو زر قطري ریال ټاکلی دی او کمپنۍ پابندې دي چې د کارکونکو د خوراک او اوسېدو بندوبست هم وکړي او یا ورته د دې پېسې ورکړي.

خو ای پي د قادري په شان د خواريکښو د حقونو فعالان غوښتنه کوي چې د قطر حکومت ته پکار ده چې د کارکنانو د خېر ښېګړې دپاره نور ګامونه هم واخلي، چې په وخت ورته تنخاګانې ورکړی کېږي او د ځورونکو ګمارونکو نه ورته تحفظ حاصل وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG