قطر د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اسرایل او د حماس په جګړه کې عارضي وقفه دوه ورځې وغځول شوه.
د فريقېنو ترمنځ د څلورو ورځو د ډز بندۍ مېعاد د ګل، دوشنبې، په ورځ سر ته رسېدونکی و، په دې امید چې اسرایل په نور فلسطيني قېدیان او حماس به نور یرغمال کسان ازاد کړي.
د قطر د اعلان نه مخکې حماس ډزبندۍ د غځېدو امکان څرګند کړی و او اسریلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، يکشنبې، په ورځ ویلي وو که حماس هر ورځ لس یرغمال ازادوي نو اسرایل به په ډز بندۍ کې د یوې ورځ اضافه کوي.
د اسرایل او د حماس په وړمبۍ معاهده کې دا وو چې حماس په ۵۰ یرغمال کسان او اسرایل به ۱۵۰ فلسطیني قېدیان ازادوي.
ملګرو ملتونو د اتوار، يکشنبې، په ورځ ناوخته وویل چې ۳۹ اسرایلیان، ۱۱۷ فلسطيني قېدیان او ۱۹ غیرملکیان ازاد کړی شوي دی.
امریکې، قطر، مصر او ځینو نورو ملکونو ډز بندي د غځېدو غوښتنه کوله.
د امریکې صدر جوبایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل هدف او مقصد يې دا دی چې ډز بندي جاري وساتل شي، چې دا ډول نور یرغمال کسان ازاد کړي شي او غزه د امداد ورسوول شي.
Forum