قطر ویلي د نومبر په شلمه نېټه شروع کېدونکي د فټ بال ورلډ کپ مقابلې کتلو دپاره یو اشاریه پېنځه مېلین کسانو پاسونو دپاره خواستونه کړي دي.
د پاسونو ورکولو ادارې مشر سعد السوېدي ویلي چې د یو اشاریه پېنځه نه تر د یو اشاریه اووه مېلین پورې کسانو په قطر کې د فټ بال ورلډ کپ کتلو دپاره کارډونو ته خواستونه ورکړي دي.
دغه کارډونه به د قطر د ويزې، د مېچ د ټېکټ، د تګ راتګ د ټېکټ او د ورلډ کپ سره تړلو نورو ځایونو ته د وردتګ دپاره استعماليږي.
دغه کارډ لرونکي د نومبر د لومړي تاریخ نه قطر ته ورتللی شي، که فټ بال به ګوري او که نا.
د بهر نه تلونکي کسان د ورلډ کپ د پاس دپاره هله خواست کولی شي چې په قطر کې د رهایش بندوبست یې کړی وی او د سفر ټېکټ يې اخیستلی وي.
چارواکي وايي د دوحه په دوو هوايي اډو د ورځ په حساب تر یو نیم لکو کسانو د راتګ دپاره تیاری کوي.
د سعودي عرب نه ځمکې دپاره تلونکي کسان په بس کې دوحه ته تللی شي او که خپل موټر بوتلل غواړي نو ۱۳۷۵ ډالر فېس به ادا کوي.
چارواکي وايي د ابو سمره به سرحدي پوله به په ګنټه کې د څلورو زرو کسانو د سفري دستاوېزاتو کتنه کېږي او په قطر کې د داخلېدون اجازت به ورکول کېږي.
د رېډیو پاکستان ترمخه، د پاکستان د پوځ یوه دسته تېره هفته د ورلډ کپ په مهال امنيت په ځای ساتلو دپاره قطر ته تللې ده.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه ترکي تېره میاشت وویل چې د فټ بال ورلډ کپ په مهال به ۳۰۰۰ ترک پولیس د امنیت ذمه وارۍ ترسره کوي.
د پاکستان او د ترکي تر څنګ اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي امریکا، فرانس، برطانیه او اټلي به هم په قطر کې د ورلډ کپ دپاره د امن او امان په ساتلو کې مرسته کوي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز او ای پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي