لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رویټرز: په بنګله دېش او هند کې سېلابونو دلاسه ۶۹ کسان مړه شوي دي


د جون د میاشت د ۱۸ نېتې د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د بنګله دېش سلهټ ښار لیدل کېږي

په بنګله دېش او هندوستان کې د درنو بارانونو له امله سېلابونو په لویه کچه علاقې د اوبو د لاندې کړي دي او رویټرز خبري اداره وايي په تېرو دوو هفتو کې په بنګله دېش او د هند په اسام ریاست کې سېلابونو دلاسه لږ تر لږه ۶۹ مړه شوي دي.

رویټرز وايي چارواکي د نهه اشاریه پېنځه مېلین نه زیاتو هغو خلکو ته د خوراک او د څښلو صفا اوبه د رسولو کوښښونه کوي چې په سېلابونو کې ګېر شوي دي.

رپورټ د چارواکو له قوله وايي چې د بنګله دېش په لاندې پرتو سیمو او د هند په اسام صوبه کې په تېرو سلو کلونو کې دغه تر ټولو بدترین سېلابونه دي.

د بنګله دېش سونام ګنج ضلعې رهایشي ابوبکر رویټرز ته ټېلې فون دلارې وویل چې په علاقه کې خلک خوراک نه لري او د اوبو ټيوب وېلې سېلابي اوبو پټې کړي دي.

د بنګله دېش وزيراعظمې شیخ حسینې د هېلې کاپټر نه د سېلاب ځپلو سیمو کتنه وکړه او رویټرز وايي په ټېلې وژن تصويرونو کې لیدل کېږي چې په لویه کچه سيمې د خړو اوبو دلاندې دي او کله کله ځمکه ښکاره شي.

رویټرز وايي د جون نه تر د اکتوبر پورې په جنوبي اېشیا کې درانه بارانونه کېږي چې له امله یې سيمه کې سېلابونه راځي.
د موسمیاتو ماهرین وايي په موسم کې د بدلون دلاسه په جنوبي اېشیا کې نور سخت افتونه راتلی شي.

د قدرتي افتونو په حال کې د امداد د بنګله دېشي ادارې مشر عتیق الحق ویلي د هېواد په شمالي او مرکزي برخو کې درې نورې ضلعې سېلاب وهلي دي.

د رویټرز د رپورټ ترمخه، د بنګله دېش په سلهټ سیمه کې چې د سونمګنج ضلع هم پکې ده په تېره یوه پېړۍ کې دغه تر ټولو زیات سېلابونه دي او د متحد قامونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې ویلي په سیمه کې د صحت ۹۰ فیصد مرکزونه د اوبو دلاندې شوي دي او د خیچنو اوبو دلارې خپرېدونکي ناروغۍ په زیاتېدو دي.

یونېسېف وویل په بنګله دېش کې د امداد دپاره دوه اشاریه پېنځه مېلین ډالرو ته ضرورت لري.

یونېسېف په یو بیان کې وویل چې څلورمېلین خلک چې یو اشاریه شپږ مېلین پکې ماشومان دي، د بنګله دېش په شمال مشرق کې په سېلابونو کې ګېر دي او امداد ته ضرورت لري.

په ټېلې وژن لېدل کېږي چې په ځینو سیمو کې د پوځي هېلې کاپټرو نه هغو خلکو ته امداد غورځول کېږي چې د کورونو په چتونو یې ځانونه د اوبو نه بچ کړي دي.

د هندوستان په اسام ریاست کې د سېلابو دلاسه دریو ضلعو سره رابطه قطع شوې ده او ریاست په مرکزي ښار سېلچر کې ځايي اوسېدوونکي وايي اوبه د نوم پورې بره ختلي دي.

د هندوستان پوځ او نیم پوځي دستې امداد دپاره بلل شوي دي چې په سېلاب زده سیمو کې ګېر خلک راوباسي.
د هندوستان د موسمیاتو محکمي ویلي په اسام او نژدې مګیالایه ریاستونو کې د اوسط نه ۱۳۴ فیصد زیات بارابونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG