په پاکستان کې د رمضان یا روژې د میاشتې د لېدنې لپاره د روایت هلال کمیټې غونډه په 11م مارچ د ګل یا دوشنبې په ورځ رابلل شوې ده اؤ که چرې د رمضان میاشت ولیدل شي نو د نهې (سه شنبې) د ورځې نه به پاکستان کې وړومبۍ روژه وي.
د مرکزي رویت هلال کمیټې د ویاند له لوري د جاري کړل شوې اعلامیې له مخې د میاشت لېدنې د د مرکزي کمیټې غونډه به د دوشنبې په ورځ په 29م شعبان پېښور کې د یادې کمیټې د مشر مولانا عبدالخبیر په مشرۍ کېږي.
ددې ترڅنګ هم په دغه ورځ به د سیمه ییزو رویت هلال کمیټیو غونډې هم پخپلو مقاماتو کې کیږي.
دپاکسنان د موسمیاتو محکمې له وړاندې نه په یوولسم مارچ د رمضان د میاشتې د لېدل کېدو اټکل کړی دی.
د سعودي عرب سپریم کورټ یا سترې محکمې بیا نن د یکشنبې یا اتوار په ورځ د رمضان د میاشتې د لېدلو غوښتنه کړې ده .
د سعودي د سرکاري خبري شبکې ایس پي ای له مخې د سترې محکمې لخوا خپور شوي بیان کې غوښتنه شوې ده چې که په سعودي عرب کې هر څوک د رمضان میاشت وویني نو د هغې دشهادت ورکولو لپاره دې نزدې عدالت ته ورشي.
د سعودي میډیا ویلي چې سبا په 11م مارچ سعودي کې د روژي قوي امکان دی اؤ د سعوي د اعلان په اساس اکثره افغانستان اؤ د نړۍ نور ګڼ اسلامي هیوادونه هم د روژې اؤ اختر اعلان کوي.
په پاکستان کې اکثره د روژې اؤ اخترونو د میاشتو د لېدنو په سر اختلافات رامنځته کیږي اؤ روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي
Forum