لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: که عمران خان د سايفر په پلټنو کې مرسته ونه کړه نو ګرفتارېدلی شي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ياد بيان مخې ته راتلو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، "د سایفر په حواله د اعظم خان اوسنی بيان وړاندې مخې ته د راغلي غږيز بيان تصديق دی".
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ياد بيان مخې ته راتلو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، "د سایفر په حواله د اعظم خان اوسنی بيان وړاندې مخې ته د راغلي غږيز بيان تصديق دی".

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا رانا ثناالله ویلي، مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف آی اې] د سايفر په معامله د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په 25مه جولايۍ طلب کړی دی خو که هغه په پلټنو کې مرسته نه کوله نو ګرفتارېدلی شي.

رانا ثناالله نن په يو ټويټ کې ويلي، اېف آی اې به په پلټنو کې سپارښتنه کوي چې د شواهدو او عمران خان د بيان وورسته څوک شریک جرم دي او د چا پرضد د جرم مقدمه درج کېدل پکار دي.

پرون د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان د پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولو هڅه کړې ده".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ياد بيان مخې ته راتلو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، "د سایفر په حواله د اعظم خان اوسنی بيان وړاندې مخې ته د راغلي غږيز بيان تصديق دی".

د اعظم خان د مبينه بيان مخې ته راتلو وروسته په ټولنيزو رسنيو د عمران خان يوه ويډيو خپره شوې، د نوموړي نه پوښتنه کيږي د اعظم خان بيان راغلی دی.

هغه یې په ځواب کې وايي، "اعظم خان يو ايمانداره تن دی څو پورې چې مې د هغه د خلې نه په خپله نه وي اورېدلي زه یې نه منم".

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان وروسته په يو بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

عمران خان تېره شپه په يو ټويټ کې ويلي نن به د سايفر او نورو موضوعاتو په حواله ټول تفصيلات د قوم په وړاندې کېږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG