لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان وټاکل شو


د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان کرکټ لوبډلې پیژندلی سپنر راشد خان د ملي لوبډلې د یوه ورځني، ټسټ او ټي ۲۰ لوبو کپتان وټاکل شو. هم دغه راز د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان د راشد خان ناېب یا مرستیال کپتان انتخاب شو.

د راشد خان د کپتانۍ اعلان د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي په یو خبري کانفرنس کې وکړو چې ورسره راشد خان، د کرکټ بورډ اجراېیه رییس لطف الله ستانکزۍ او ځیني نور چارواکي هم ناست وو.

د راشد خان د کپتانۍ د اعلان په وخت ښاغلي عزیزالله فضلي د راشد خان مننه وکړه چې د افغانستان د درې واړو فارمیټونو (ټسټ، یوه ورځني (ون ډی) اوشل اورنو( ټي ۲۰)) د کپتانۍ مسولیت يې ومانه. نوموړي هېله څرګنده کړه چې راشد خان به دغه نوي ذمه واري په ښه توګه ترسره کړي.

په دغه مهال د افغانستان کرکټ لوبډلې نوي کپتان راشد ووېل چې د لوبډلې د مشرۍ (کپتانۍ) ذمه واري ډیره درنه وي خو کوښښ به کوي چې د خپلې تجربې او د نورو لوبغاړو سره په مرسته د لوبډلې لپاره ښه کار وکړي.

راشد خان په خپلو خبرو کې زیاته کړې ٫٫ په ملي لوبډله کې هیڅ ستونزه یا اختلاف نشته او ټول لوبغاړي په یو والي سره د خپل هیواد لپاره لوبیږي.٬٬

راشد خان چې د نړۍ یو شمیر پیژندلو لیګ لوبو کې هم ګډون کوي او زیات تره پرې دا نیوکې کیږي چې د افغانستان ملي لوبډلې نه زیات په نړیوالو لوبو کې ګډون کوي. نن ترې په دغه خبري غونډه کې هم دغه پوښتنه وشوه. راشد خان د دغې په ځواب کې وویل چې نړیوال لیګونه به کموي او لومړیتوب به يې د افغانستان کرکټ بورډ نوی درې – څلور کلن پلان وي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د پرله پسې ۹ لوبو باېللو وروسته د افغانستان کرکټ مینه والو په کپتان ګلبدین ناېب او کرکټ بورډ سختې نیوکې کولې چې ولې یې د دومره مهمو سیالیو وړاندې اصغر افغان د کپتانۍ لرې او ګلبدین ناېب يې د هغه پرځاې وټاکو.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG