لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان: د کرکټ نړیوال ریکارډ نه یو وکټ وروسته دی


Rashid Khan press conference
Rashid Khan press conference

په زمبابوی کې روان د کرکټ نړیوال جام غواروي سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې وتلو که یو خوا د افغانستان کرکټ مینه وال راژوندي کړي، دغه لوبو راشد خان له د یو بل نړیوال ریکارډ ترلاسه کولو لاره هم اسانه کړې.

سبا د اتوار په ورځ به د دغه سیالیو په فاېنل یا سر لوبه کې افغانستان وېسټ انډیز ته مخامخ کیږي. د دواړه هیوادونو تر مېنځه شوو تیرو ۴ لوبو کې افغانستان ۲ ګټلي، وېسټ انډیز ۱ ګټلې او یوه لوبه بغیر د څه نتېجې پاېې ته رسیدلی.

افغانستان په تیر نړیوال جام کې هم وېسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه او په دغه حساب د افغانستان لوبډله د وېسټ انډیز په ټیم یوه اعصابي بریا لري.

سبانۍ لوبه که څه هم د دواړه هیوادونو لپاره ډیر مهم والې نه لري خو ګټه به يې د ګټونکي هیواد حوصله نوره سېوا کړي. خو د افغانستان راشد خان لپاره سبانۍ لوبه ډیره مهمه ده.

د افغانستان سپېن بالر راشد خان که سبا یو وکټ ترلاسه کړي نو د کرکټ په نړۍ کې به په کمو لوبو کې د ۱۰۰ وکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کړي.

راشد خان دا مهال په ۴۳ یوه ورځني لوبو کې ۹۹ وکټې ترلاسه کړي. د سبانۍ لوبې یو وکټ به هغه د نړۍ هغه لومړنې لوبغاړی کړي چې په ۴۴ مېچونو یا لوبو کې به ۱۰۰ لوبغاړي وسوځوي.

دا مهال دغه ریکارډ د اسټریلیا تیزاو غوره بالر مېچل سټارک سره دی چا چې په کال ۲۰۱۶م کې دغه ریکارډ په خپل نوم کړو او په ۵۲ لوبو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې وې.

د نړۍ ځېنو غوره بالران چې په لږو لوبو کې يې د ۱۰۰ وکټو رېکارډ جوړ کړی څه په دا ډول دي:

لوبغاړیهیوادلوبېد ۱۰۰ وکټو موده
مېچل سټارکاسټریلیا۵۲۵ کاله ۳۰۴ ورځې
ثقلین مشتاقپاکستان۵۳۱ کال ۲۲۵ ورځې
شېن اېدورډ بانډنیوزيلېنډ۵۴۵ کاله ۱۲ ورځې

که سبا راشد خان دغه یو وکټ ترلاسه کړي نو هغه به د نړۍ یواځېنی لوبغاړی شي چې په کمو لوبو او کم عمرۍ کې په ۲ کاله او ۵ میاشتو کې دغه نړیوال ریکارډ په خپله نامه کړي.

راشد خان د کال ۲۰۱۵م اکتوبر په میاشت کې د زمبابوی پرضد د افغانستان ملي لوبډلې لخوا خپله لومړۍ لوبه کړې وه. د دوه نیم کالو په دغه لوبه کې راشد خان په یوه لوبه کې د ۷ وکټو ترلاسه کولو تر ټولو غوره بالنګ کړی. راشد خان په یوه ورځنۍ لوبو کې ۵ لوبغاړي په ۴ لوبو کې سوځولي او هم دغه راز يې په ۴ لوبو کې د څلورو څلورو لوبغاړو په سوځولو هم د خپلې لوبډلې په ګټه کې مهم رول ترسره کړی.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ايي سي سي لخوا د تیرې (فرورۍ) په میاشت کې راشد خان د یوه ورځنۍ او شلو شلو اورونو یا ټي-۲۰ لوبو غوره بالر ټاکل شوی دی.

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د یوه ورځنۍ لوبو تر څنګ په ۲۹ ټي-۲۰ لوبې کړي او ۴۸ وکټې یې ترلاسه کړي. سره د دې راشد خان د هندوستان، اسټریلیا، برتانیې، وېسټ انډیز او بنګله دېش په لیګ مېچونو کې هم لوبیږي او دغلته هم کامیاب بالر ګڼل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG