لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق او شام کې د ایران پر ملاتړو ډلو امریکایي بریدونو ته غبرګونونه: ستاینې او غندنې


امریکایي ځواکونو په اردن کې د خپلو درو پوځیانو د وژل کېدو په بدل کې په عراق او شام کې د ایران پلوه وسلوالو ډلو پر مرکزونو بریدونه وکړل، چې په امریکا کې ستایل شوي خو شام او عراق غندلي دي.

د جمعې په شپه د صدر بایډن په امر پیل شویو بریدونو کې په شام او عراق کې د رپوټونو له مخې د ایران پلوه وسلوالو 85 مرکزونه په نخښه شوي، چې د شام د بشري‌ حقونو د یوې ډلې په وینا لږ تر لږه 18 تنه پکې وژل شوي‌ دي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړیو په عراق او شام کې د امریکا هوایي بریدونه ستایلي دي، خو د سي‌ این این د خبر له مخې د شام پوځ دعوه کوي چې په دغو بریدونو کې عام خلک او وژل شوي او ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

د امریکا په سېنټ کې د وسلوالو خدمتونو د کمېټۍ مشر ډیموکرېټ سنېټر جېک ریډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه په عراق او شام کې د "ایران پر ګوډاګیو ځواکونو" مهم ګوزار دی:

"زه د امریکا د پوځ زړورو غړیو ته سلام کوم چې ننني بریدونه یې کړي او د صدر بایډن د قوي ځواب ویلو ملاتړ کوم. دا بریدونه له هوښیارې سفارتکارۍ سره سم یو روښانه پیغام ورکوي چې امریکا به زموږ د پوځ او ګټو د ساتنې لپاره مناسب اقدام ته دوام ورکړي".

د سېنټ یو بل اعلی ریپبلکن غړي راجر ویکر هم د دغو بریدونو هرکلی کړی خو ورسره یې نیوکه کړې چې د هغو درو امریکایي پوځیانو وژل کېدو او "تقریباً 50 نورو د ټپي کېدو" په ځواب ویلو کې "ځنډ" شوی دی. ښاغلي ویکر په یو بیان کې ویلي:

"ایران او ګوډاګیانو یې د امریکایي سرتېرو د وژلو او 165 ځله زموږ د کښتیو د ډوبولو هڅه وکړه خو د بایډن اداره ځان ته د دې ناڅیزې کړنې مبارکي ورکوي. پر ځای د دې چې د آیت الله پوزه په وینو ور سره کړو، موږ هغه ته پر څنګلي څاپېړه ورکوو".

د شام د دفاع وزارت د شنبې- خالي په سهار په یو بیان کې ویلي، امریکا د شام پر ختیځو سیمو او د شام او عراق پولې ته څېرمه پر یو شمېر سیمو او ښارونو "ښکاره هوايي یرغل" کړی دی.

وزارت وایي په دغو بریدونو کې یو شمېر ولسي وګړي او پوځیان وژل شوي دي او یو شمېر خلک پکې ټپیان شوي دي. د شام دفاع وزارت وایي په بریدونو کې سرکاري او شخصي ملکیتونو ته هم د پام وړ زیان رسېدلی دی.

عراق هم پر خپله خاوره د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو وسلوالو ډلو پر هدفونو د امریکې د حملو غندنه کړې، د هېواد د "خپلواکۍ سرغړونه" یې بللې ده.

د عراق د وزیراعظم شیعه السوډاني ویاند جنرل یحیا رسول د خالي- شنبې په سهار وختي په یو بیان کې ویلي دي چې امریکايي حملې به له عراق او سیمې بهر "تباه کوونکي" نتېجې ولري.

امریکا دا بریدونه وروسته له هغه وکړل چې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ په اردن کې درې امریکایي پوځیان په یو برید کې و وژل شول او شاوخوا 40 ټپیان شول،‌ امریکا دعوه کړې چې دا بریدونه ایران پلوه وسلوالو کړي وو.

د امریکې د ملي‌ امنیت شورا ویاند جان کربي وایي، امریکا به اضافي بریدونه هم وکړي،‌ وایي‌ د دغو بریدونو مقصد په عراق، شام او اردن کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو ختمېدل او د ایران پلوه وسلوالو ځپل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG