لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جی: په نړیواله کچه 363 صحافیان په زندانونو کې دي


د ایران ښځینه خبریالا نزیلا معروفیان چې د نومبر په څلورمه نېټه ګرفتار کړی شوي ده
د ایران ښځینه خبریالا نزیلا معروفیان چې د نومبر په څلورمه نېټه ګرفتار کړی شوي ده

د صحافیانو د تحفظ ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس سي پي جی ویلي په نړیواله کچه 363 خبریالان په زندانونو کې دي چې په قېد کې د خبریالانو ریکارډ شمېره ده.

سي پي جی د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کار په سر د خبریالانو د قېد کېدو په اړه خپل کلیز رپورټ شایع کړو.

رپورټ وايي تنظیم د 1992 راهسې په زندانونو کې د خبریالانو د شمېرې په اړه معلومات جمع کوي او په موجوده وخت کې په قېد کې د خبریالانو دا تر ټولو زیاته شمېره ده.

سي پي جی وايي د سږ کال د ډسمبر د لومړۍ نېټې پورې 363 خبریالان په قېد کې وو چې د تېر کال په مقابل کې د ګرفتار شویو خبریالانو په شمېره کې 20 فیصد اضافه ده.

د صحافیانو په ګرفتاریو کې د اضافې په اړه خبرو کې د سي پي جی چارواکي کارلوس مارټینز دي له سرنه وي او ای ته وویل چې د صحافیانو په زندان کې بندول يو انتهايي اقدام دی. مبهم او د "جعلي خبرونو" د مخنيوي دپاره قوانینو دلاسه په ځینو ملکونو کې د صحافت په سر خبریالانو ته سزاګانې ورکړی کېدلی شي، سي پي‌ جی وویل.

په دنیا کې تر ټولو زیات صحافیان ایران قېد کړي چې شمېره یې 62 چې 24 پکې ښځینه خبریالانې دي. سي پي جی وویل په ایران کې زیاتره خبریالان په ملک کې د موجوده احتجاجونو په مهال امنیتي ادارو ګرفتار کړي دي.

د سېپټمبر په میاشت کې د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني د مرګ نه پس په ایران کې احتجاجونه راپارېدلي دي او هیومن رایټس اېکټېوېسټس نیوز اېجنسۍ ترمخه د مظاهرو په لړ کې تر 18000 پورې کسان نیول شوي دي.

په پېرس کې مېشته د خبریالانو تنظیم رېپورټرز ود اوټ بارډرز چې د صحافیانو د قېد کېدو او وژنو په اړه د معلوماتو جمع کولو طریقه یې د سي پي جی نه بدله ده، وايي په ګرفتار صحافیانو کې د وي او ای دپاره په وېت نام کې کار کونکي دوه خبریالان هم شام دي.

په مجموعي توګه د اېشیا په براعظم کې سږ کال د قېد شویو خبریالانو شمېره 119 ده چې د دنیا د نورو برخو نه ترټولو زیاته ده. د ایران نه پس چین په دویمه زیاته شمېره کې خبریالان قېد کړي چې تعداد یې 43 دی.

په 2020 کې په میانمار کې یو صحافي هم په جېل کې نه و خو دا مهال میانمار د دنیا دریم ملک دی چې سي پي جی وایي چې تر ټولو زیات خبریال یې د فولادي دروازو په شا بند کړي دي چې شمېره یې 42 ده.

سي پي جی وايي نه یوازې هغه الزامات د تشویش وړ دي چې په بنیاد یې خبریالان نیول کېږي بلکې په ځینو ملکونو د اقلیتي ټولنې خبریالان په خصوصي توګه ګرفتارېږي.

په ترکي کې دا مهال 40 خبریالان په زندان کې دي. ترګ چارواکو 25 کرد خبریالان د ترهګرۍ په الزاماتو نیولي دي.

په زندان کې په پرتو صحافیانو کې د وي او ای د ملګرو ادارو رېډیو فري یورپ، رېډیو فري اېشیا/رېډیو لېبرټي اېن بېلاروس خبریالان هم شامل دي.

د امریکې د حکومت نشریاتي ادارې یواېس ای جي اېم امېنډا بېنېټ وايي چې د "خبرنګاري جرم نه دی."

مېرمن بېنېټ وي او ای ته په یو بیان کې وویل چې د خبریالانو په زندان کې موجودګي د حکومتونو بې رحمي او د غیرجانبداره خبرونو طاقت څرګندوي چې امرانه حکومتونه یې د پټ ساتلو کوښښونه کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کارمېله کروسو د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG