لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف: په تيرو 20 کلونو کې 1668 جرنلسټان وژل شوي دي


تنظيم ويلي، د کال 2003 نه تر کال 2022 پورې په دوه لسيزو کې د وژل شوو خبريالانو په شمېره کې په ختمېدونکي کال 2022 کې هم د خبريالانو وژنې شوي دي
تنظيم ويلي، د کال 2003 نه تر کال 2022 پورې په دوه لسيزو کې د وژل شوو خبريالانو په شمېره کې په ختمېدونکي کال 2022 کې هم د خبريالانو وژنې شوي دي

د خبريالانو تنظیم ار اېس اېف په خپل تازه رپورټ کې ويلي، چې په تيرو کلونو کې د دندې ترسره کولو په مهال 1668 جرنلسټان وژل شوي چې د کال په سر په اوسط ډول د 80 نه زيات خبريالان وژل شوي دي.

ار اېس اېف په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړي چرته چې زيات جرنلسټان وژل شوي دي.

تنظيم ويلي، د کال 2003 نه تر کال 2022 پورې په دوه لسيزو کې د وژل شوو خبريالانو په شمېره کې په ختمېدونکي کال 2022 کې هم د خبريالانو وژنې شوي دي.

ار اېس اېف زياته کړې د کال 2000 نه وروسته تراوسه پورې ټول 1787 جرنلسټان وژل شوي دي.

د ار اېس اېف سيکرټري جنرل کرسټوف ډولير ويلي، د دغو شمېرو په شا هغه څهرې، شخصیتونه او ارادې دي چې خپل ځانونه يې قربان کړي او معلومات يې راټول کړي دي.

د تنظيم د رپورټ ترمخه روان کال 2022 کې 58 جرنلسټان وژل شوي او دا شمېره په تيرو څلورو کلونو کې تر ټولو زیاته ده.

ار اېس اېف 15 ملکونه د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ياد کړي دي چرته چې يې زياتې وژنې شوي دي.

تنظيم ويلي، په تیرو دوه لسيزو کې تر ټولو زيات جرنلسټان په عراق او شام کې وژل شوي چې شمېره يې 578 ده او دا په نړۍ کې د نورو وژل شوو جرنلسټانو د شمېرې درېمه برخه برابريږي.

په عراق او شام پسې افغانستان، يمن او فلسطين او بيا صوماليه هغه هېوادونه دي چې زیات خبريالان پکې په نخښه شوي دي.

د ار اېس اېف په رپورټ کې هغه 15 هيوادونه ياد کړی شوي چرته چې د کال 2003 نه راپدېخوا د 80 پورې جرنلسټان شوي دي.

په يادو شمېرو کې تر ټولو زیات 299 جرنلسټان په عراق، 279 په شام، 125 په مېکسيکو، 107 په فلپاين، 93 په پاکستان، 81 په افغانستان، 78 په صوماليه او 58 جرنلسټان په هند کې وژل شوي دي.

په رپورټ کې په تيرو 20 کلونو کې روس ته د يورپ خطرناک هيواد ويل شوي چې زيات جرنلسټان پکې وژل شوي دي او زياته کړی شوې ده د کله نه چې ولاديمير پيوټن په روس کې په واک کې راغلی د مطبوعاتو په ازادۍ په سسټېمېټک توګه بريدونه او د جرنلسټانو وژنې شوي دي.

ويل شوي د روان کال 2022 په 24 فرورۍ چې روس په اوکراين يرغل کړی اته جرنلسټان پکې وژل شوي او په تيرو 19 کلونو کې نور 12 جرنلسټان وژل شوي وو.

ار اېس اېف ويلي، په تيره لسيزه کې زیات خبریالان په هغو سيمو کې وژل شوي چرته چې جګړې وې، او د کال 2014 راهسې په ټولو وژل شوو 686 جرنلسټانو کې 335 د جګړو په سيمو کې وژل شوي چې پکې شام، افغانستان او يمن هم شامل دي.

خو د بې پولې خبريالانو تنظيم ويلي، هغه سيمې چې جګړې پکې نه وې هم د جرنلسټانو دپاره خطرناکې پاتې شوي دي.

د رپورټ ترمخه هغه هيوادونه چې په رسمي توګه پکې جګړې نه وې دغه ملکونه هم د جرنلسټانو دپاره خطرناک وو او د جرنلسټانو زياتې وژنې پکې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي هغه سيمې چې په امن وې په تيرو دوه لسيزو کې پکې د جګړې د سيمو په مقابله کې زيات جرنلسټان وژل شوي دي، په دغو سيمو کې زيات جرنلسټان د منظمو جرمونو او غبن د تحقيقاتي رپورټنګ په مهال وژل شوي دي.

ار اېس اېف براعظم امریکا د جرنلسټانو دپاره خطرناکه وچه ويلې ده، چې په تيرو 20 کلونو کې يواځې په ميکسيکو کې د مطبوعاتو سره اړونده کسانو اووه فيصده وژنې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG