لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذهبي ازادي: د ځنو مسلمان هیوادونو په پالیسو اندیښنې ښودل شوي.


State Department's annual report on the state of religious freedom in the world, 2010
State Department's annual report on the state of religious freedom in the world, 2010

د امریکا د خارجه محکمې په دغه رپورټ کې پاکستان هم په دغه هیوادونو کې شامل دی چرته چې دغه قانون ډیر سخت دی او د رپورټ تر مخه دا وخت په پاکستان کې ۴۰ کسان د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرګ سزا سره مخ دي او په دغو کې زیا تره د اقلیتونو یا نورو مذهبونو سره تعلق لري.

د مذهبي ازادۍ نړیوال سفیر ډیوډ سیپرسټائین ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت ویلي د مذهبي ازادۍ لړ کې پاکستان د قانوني او ټولنېزوستونزو سره مخ دې. د مذهب سپکاوي او مرتد په حقله قانون یوه خبره ده. پاکستان کې په لسگونو کسان د سپکاوي قانون خلاف ورزو په وجه د مرګ یا د عمر قید د سزا سره مخ دي. د ټولنې لخوا هم د تشدد ډیری پیښی رامخی ته کیږي. تر څو چې حکومت څه کوي د سپکاوي په تور کې تورن شوی تن بیا راپاریدلي خلکو وژلې او یا بیا يي سخت ژوبل کړی وي.

ډیوډ سیپر سټائین پاکستان کې د سپکاوي قانون پحقله ووئیلي په دغه قانون کې د اصلاحاتو خبره کونکی گورنر سلمان تاثیر او پخواني وزیر شهباز بهټي وژل شوي دي. ښاغلې ډیوډ واېي: ٫٫ دوي کوشش کوي پاکستان کې حکومت او اقلیتي ډلو سره کار وکړي چې یواځی په چا د تور لگولو سره د خلکو لخوا د دغه تن وژنه بنده کړی شي او دا یواځې د امریکا نه، د پاکستان د حکومت غوښتنه هم ده٬٬.

د ډیوډ سیپرسټائین په وینا دا د پاکستان د سپریم کورټ فیصله ده. دا د پاکستان د جوړیدو بنیادي تصور دی. دا د نړۍ سره د پاکستان د کړو لوظنامو د پاللو خبره ده او مونږ به د دې قدرونو ساتلو کې د پاکستان د حکومت سره په گډه کار کوو.

تیره ورځ د امریکا خارجه محکمې لخوا په ګرده نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه په خپل کلیز رپورټ کې په ځېنو مسلمان هیوادونو کې د مذهب د بدلولو او مذهب د سپکاوي په قانونو اندیښنې ښودل شوی وی.

په دغه رپورټ کې وېل شوي ووچې په کومو هیوادونو کې قانونونه، او ټولنیز رواجونو کې د مذهب د سپکاوي او مذهب بدلولو سزا مرګ ده هلته ژوند کونکي ټول خلک لږکې یا اقلیتونه، ښځې او غریب خلک غیر محفوظه وي او دخطرو سره مخ وي.

د امریکا د خارجه محکمې په دغه رپورټ کې پاکستان هم په دغه هیوادونو کې شامل دی چرته چې دغه قانون ډیر سخت دی او د رپورټ تر مخه دا وخت په پاکستان کې ۴۰ کسان د مذهب د سپکاوي په تور کې د مرګ سزا سره مخ دي او په دغو کې زیا تره د اقلیتونو یا نورو مذهبونو سره تعلق لري.

د رپورټ تر مخه په سوډان کې حکومت تیر کال ۲۷ داسې مسلمانان نیولي د چا تعلق چې د یوی جدا فرقې سره دی . په دغه رپورټ کې په ایران هم سختې نیوکې شوي او ویل شوي د ایران حکومت تیر کال ۲۰ کسان د خداې سره د دشمنۍ یا ٫٫محاربه٬٬په تور کې تیزندي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG