لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ رپورټونه: چین د ویغور مسلمانانو د جبري مشقت لړۍ نوره زیاته کړې ده


په واشنګټن کې د جيمزټاون فاونډيشن ويبسايټ يو رپورټ خور کړی چې پکې وايي “سره د دې چې په ښکاره ثبوتونه کم شوي دي خو نوي معلومات دا دي چې د جبري مزدورۍ قدر او هنر لوړ کړل شوي او اوس دغه مزدورکار د لوړو هنرونو د کار ځايونو ته لېږل کيږي
په واشنګټن کې د جيمزټاون فاونډيشن ويبسايټ يو رپورټ خور کړی چې پکې وايي “سره د دې چې په ښکاره ثبوتونه کم شوي دي خو نوي معلومات دا دي چې د جبري مزدورۍ قدر او هنر لوړ کړل شوي او اوس دغه مزدورکار د لوړو هنرونو د کار ځايونو ته لېږل کيږي

د چين په سينکيانګ صوبه کې تازه رپورټونه وايي په ويغور مسلمانانو د جبري مزدورۍ عمل سېوا شوی دی او دا بدنام پروګرام نور هم غځولی شوی خو ولې چين تل د دې نه انکار کړی.

په واشنګټن کې د جيمزټاون فاونډيشن ويبسايټ يو رپورټ خور کړی چې پکې وايي “سره د دې چې په ښکاره ثبوتونه کم شوي دي خو نوي معلومات دا دي چې د جبري مزدورۍ قدر او هنر لوړ کړل شوي او اوس دغه مزدورکار د لوړو هنرونو د کار ځايونو ته لېږل کيږي”.

رپورټ خبرداری ورکړی په لوړو هنري څانګو کې د جبري مزدورۍ زياتېدل به په دې معنا وي چې په راتلونکي کې به جبري مزدورې دغې کچې ته ورسي.

د رپورټ تر مخه ويغور چې په تېر کې به په زور روزګار ته لېږل کېده اوس د چين د پينځه کلنۍ پاليسي چې په کال 2021 کې اعلان شوې لاندې روزګار نه شي پرېښودلی ځکه دا د يادې پاليسۍ د بې روزګارۍ او غرت ختمولو سره د څار ساتنې برخه ده.

‎رپورټ وايي په سلګونو زرګونو چينايي افسرانو تېر کال په سينکيانګ کې د ويغورو په څار ګمارل شوي و چې د هغو د روزګار او امدن جاج واخلي.

اوسنی پينځه کلن پلان رپورټ وايي په سينکيانګ کې د مخکني پلان چې چينيان ورته د مزدور د هڅولو کامياب پلان وايي نه پس په سيمه کې د چين د جبري مزدورۍ د پاليسي د برقرار ساتلو او نوره قوي کولو يو عمل دی.

د واشنګټن د څېړنيزې ادارې وېکټمز اف کميونېزم مېموريل د چين سټډيز مشر ايډرين زېنز په خپل رپورټ کې وايي د چين حکومت لخوا د لږکيو ډلو په خاصه توګه د ويغورو سره د جبري مزدورۍ دا عمل د کال 2016 نه روان دی او د غربت خاتمه د مزدورۍ په زريعه کوي.

رپورټ وايي “د سينکيانګ د جبري مزدورۍ خبره په کال 2017 کې په داسې حال کې راوچته شوه کله چې د ويغورو د پاره په ګڼ شمېر کې د ځانګړو جېلونو کمپين پيل شو.

البته چين دې ځايونو ته ځانګړي جېلونه نه وايي بلکې دعوه کوي دا د هنر او مهارت زده ګولو سنټرې دي.

یادونه: دا رپورټ خبریال عاصم کاشغریان د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره لیکلی دی

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG