لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سعودي خارجه وزیر د هند او پاکستان تعلقات په ښه کولو کې د مرستې وړاندېز کړی


 د سعودي عربستان خارجه وزير دا بيان د وزير اعظم عمران خان او د پو ځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب د دورې سمدستي پس مخى ته راغلى دى
 د سعودي عربستان خارجه وزير دا بيان د وزير اعظم عمران خان او د پو ځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب د دورې سمدستي پس مخى ته راغلى دى

د پاکستان د سرکاري ټي وي سره خبرو کى د سعودي عرب د باندینو چارو وزير شهزاده فيصل بن فاران السعود د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په لانجمنه پوله د ډز بندۍ لوظنامې په ځاى کيدل د دواړو هيوادونو ترينګلي اړيکو د بحالۍ په لوري مهم پرمختګ بللی دی.

هغه د پاکستان او هند ترمنځ اړيکو په بحالۍ کې د سعودي عرب د کردار وړانديز کړی دی او زياته کړې یې ده په دې اړه سعودي عرب د هند سره خپلى ښي اړيکې کارولى شي خو څېړونکي وايي سعودي عرب په یوه محدوده کچه د دواړو ملکونو ترمنځ کردار ادا کولی شي.

د سعودي عربستان خارجه وزير دا بيان د وزير اعظم عمران خان او د پو ځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب د دورې سمدستي پس مخى ته راغلى دى.

په دغو دورو کې د پاکستان و سعودي عرب ترمنځ د دواړخيزه همکارۍ په اړه د لوظنامو د لاس ليک کېدو ترڅنګ جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب د خپلواکۍاو دغلته د مقدس مقاماتو د دفاع لپاره د پاکستان د کردار عزم څرګند کړ و.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د سعودي قيادت سره د کشمير په شخړه د خبرو پخلى کړی دی.

د شخصي ټي وي سره خبرو کى هغه ويلي پاکستان سعودي عرب ته د ثالثۍ خواست نه دى کړى خو قرېشي دامنلې د کشمير د ځانګري حيثيت د ختمولو په هندي اقدام او د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې د بشري حقونو د مبینه سر غړونو په سر سعودي قيادت ته خپلې انديښنې وړاندې کړی دي.

په پاکستان کې حکومت مخالف مسلم ليګ نواز ګوند مشر او پخواني وزير اعظم نواز شريف وياند محمد زبير په قرېشي باندى دغه دوره کى د کشمير په سر د پاکستان موقف نه په شاکېدو تور لګولى دى خو قرېشي دا تور بې اساسه ګرځولى دی.

هند د خپل انتظام د لاندې کشمير په دستوري حېثييت کې د ترمیم په سر د پاکستان احتجاج بې ځايه بولي او دا خپله کورنۍ معامله ګرځوي.

د هندوستان او پاکستان په تعلقاتو کې د ښه دپاره د کوښښ په اړ دسعودي خارجه وزير وړاندیز ته خپله څيړنه کى د نړیوالو چارو څيړونکى ډاکټر اعجاز خټک وايي سعودي عرب یو مثبت کردار ادا کولی شي خو تر يو خاص حد پورې.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې اعجاز خټک وويل چې څنګه پاکستان کې د کشمير او هند سره اړيکو په اړه سخته بيانيه لرلى شي او دې ته مذهبي بڼه ورکوول کيږي دغه څير هندوستان کى هم ناست وزير اعظم نريندرا مودي د پاکستان په ضد سخت دريځه تګلاري خپلې کړيدي ځکه دا دواړو هيوادونو ذمه واري جوړيګي چى د اړيکو د بحالى لپاره خپل خپل موقف کې نرمي راولي.

د دى تر څنګ د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد د سعودي عرب سره لاس ليک شوى تړون د لاندى د سعودي په جيلونو کې بنديوان ١١٠٠ پاکستاني وګړو د خوشي کيدو اعلان کړی دی.
هغه ويلي دغه قيديان د خپلو سزاګانو نه زياته موده تېره کړې او هيله ده چي زر پاکستان ته ستانه کړی شي.
د وزير اعظم عمران خان دورى نه وړاندى د بشري حقونو ٦ تنظيمونو د ګډ بيان د لارې د سعودي ولي عهد محمددبن سلمان څخه د ٢٥٠٠ پاکستاني قيديان دخوشى کوولو لوظ سر ته رسوولو غوښتنه کړى وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG