لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور: کرونا وبا د خانداني منصوبه بندۍ سهولتونو ته رسايي متاثره کړې


د صحت ماهره ډاکټر رفعت عزيز وايي د کورونا وبا نه علاوه د خانداني منصوبه بندۍ د طریقو په استعمال کې په پاکستان او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا او د صوبې په نوو ضلعو کې ګڼ شمېر مذهبي او معاشرتي خنډان هم شته

د پاکستان د شمارياتو ادارې يا پاکستان بيورو اف سټېټېسټکس د کال ۲۰۱۹ او کال ۲۰۲۰ د خانداني منصوبه بندۍ لپاره د دوايانو استعمال او سهولتونو پحقله يو راپور کې وايي پاکستان کې د خانداني منصوبه بندۍ دوايانو او طريقو په عام استعمال کې اته فيصدي کمی راغلی دی او د دې وجه کووېډ ۱۹ يا کورونا وبا ده.

راپور وايي کورونا وبا د دغه سهولتونو په فراهمۍ کې غټ خنډ اچولی دی.

د صحت ماهره ډاکټر رفعت عزيز وايي د کورونا وبا نه علاوه د خانداني منصوبه بندۍ د طریقو په استعمال کې په پاکستان او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا او د صوبې په نوو ضلعو کې ګڼ شمېر مذهبي او معاشرتي خنډان هم شته.

ډاکټر رفعت عزیز وايي "دلته خلک وايي اولاد خو خدای پاک ورکوي، دې لپاره مونږ فېملي پلاننګ يا خانداني منصوبه بندي نه کوو، دا ګناه ده. په مذهبي توګه دغه شان وايي او فېملي پلاننګ نه کوي. او ټولنيزه وجه يې دا ده چې په کومو کورنيو کې هلکان نشته، جينکۍ شپږ، اووه، اته دي، نو چې تر څو پورې يو يا دوه هلکان نه وي شوي نو دوي به فېملي پلاننګ نه کوي."

د پاکستان په ډیرو سیمو، خېبر پښتونخوا او د صوبې په نوو ضلعو کې د دغه سهولتونو او دوايانو ته د ډېرو خلکو رسايي اوس هم اسانه نه ده او په دې حقله د خلکو د پوهې يا د کونسلنګ سهولتونه هم کم دي.

راپور وايي پاکستان کې څه ۲.۴ فيصدي سره هر کال په ابادۍ کې اضافه کيږي او اوس هم په هر خاندان کې يو ماشوم بې له څه پلاننګ يا منصوبه بندۍ پېدا کيږي.

خو د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمېن ډاکټر قبله اياز وايي د پاکستان دومره زيات د پېداېش شرح په شا که تېرو کلونو کې د خانداني منصوبه بندۍ په حقله ټولنيز يا مذهبي سوچ و خو اوس ورو ورو دغه سوچ بدليږي او اوس خلک په ماشومانو کې وقفه کولو ته بد نه ګوري.

هغه وايي: د ضبط توليد يا برتهـ کنټرول مخالفت مذهبي خلکو کولو. بيا يو وخت کې نعره راغله "بچی دو ہی اچھے". نو دا هم د برتهـ کنټرول حساب شو او د دې هم په مذهبي توګه مخالفت وشو. اوس چې دا نوی کوم تصور راغلی دی د وقفې او د ماشوم يا د مېندو د صحت يا د ابادۍ توازن. په دې باندې مذهبي عالمان د دې ډېر مخالفت نه کوي. بلکې وقفه هم په بعضې حالاتو کې ضروري ګڼي چې د مور صحت يا د ماشوم صحت ته خطره وي. او هم داسې د "ماں بچے کی صحت" عنوان هم دوي ته قابل قبول دی. او د دې لپاره د حمل ودرولو يا نورو سهولتونو د استعمال نه هم منع کول نه کوي."

د شمارياتو د ادارې د دغه راپور ترمخه پاکستان کې په تېرو پينځو کلونو کې صرف ۲۶ فيصدي واده کړې ښځو د جديد خانداني منصوبه بندۍ طريقو استعمال کړی دی خو دغه راپور وايي اوس هم پاکستان کې ۱۷ فيصدي خلکو ته د خانداني منصوبه بندۍ ضرورت شته خو د دې لپاره پکار راتلونکې طريقو ته يې رسايي نشته او د دې وجه د دغه سهولتونو نه لرې وسېدل، د دې قيمت او په دې حقله ټولنېزې رويې او ناپوهي د دې په استعمال کې غټ رکاوټونه دي.

XS
SM
MD
LG