لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مرکزي حکومت اؤ تحریک انصاف ګوند په 26م اپریل په مذاکراتو کولو سلا شوي


پاکستاني رسنۍ وایي دجمعې په ورځ دمرکزي حکومت استازو سردار ایاز صادق،خواجه سعد رفیق اؤ نورو مشرانو دمخالف ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اسد قیصر سره رابطه کړې اؤ هغه ته یې ویلي چې حکومت یې د دوي دګوند سره په رسمي ډول خبرې کول غواړي
پاکستاني رسنۍ وایي دجمعې په ورځ دمرکزي حکومت استازو سردار ایاز صادق،خواجه سعد رفیق اؤ نورو مشرانو دمخالف ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اسد قیصر سره رابطه کړې اؤ هغه ته یې ویلي چې حکومت یې د دوي دګوند سره په رسمي ډول خبرې کول غواړي

دپاکستان حکومتي استازو دمخالفې سیاسي ډلې پاکستان تحریک انصاف سره دمذاکراتو لپاره تماس نیولی دی اؤ پاکستاني رسنۍ وایي دواړه خواې په 26م اپریل د رسمي مذاکراتو په پیل کولو سلا شوې دي.

دمذاکراتو دا هڅې وروسته له هغې پیل شوي چې روانه اوونۍ دپاکستان سپریم کورټ مشر قاضي ملک کې په یوه ورځ دانتخاباتو په نیټه متفق کیدو لپاره سیاسي ګوندونو ته خپلو کې دخبرو اترو وینا وکړه.

پاکستاني رسنۍ وایي دجمعې په ورځ دمرکزي حکومت استازو سردار ایاز صادق،خواجه سعد رفیق اؤ نورو مشرانو دمخالف ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اسد قیصر سره تماس نیولی اؤ هغه ته یې ویلي چې حکومت یې د دوي دګوند سره په رسمي ډول خبرې کول غواړي.

ددې تماسونو په هکله که هرڅو حکومت یا تحریک انصاف ګوند کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو پاکستاني رسنۍ د سرچینو له خولې وایي چې اسد قیصر دحکومتي تماس نه دخپل ګوند عمومي سکتر اسد عمر هم خبر کړی اؤ دواړه خواوې په دې سلا شوي چې په26م اپریل به یې استازي خپلو کې رسمي لیدنه کوي.

دپاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه دمئ په 14مه نیټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي اؤ ددې لپاره ددفاع وزارت اؤ الیکشن کمیشن سپریم کورټ ته عریضه هم کړې وه.

دسپریم کورټ مشر قاضي عمرعطا بندیال د اوریدنې په مهال ویلي چې عدالت پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې په اړه خپله فیصله نه شي بدلولی خو ویلي یې وؤ چې که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو په نیټه خپلو کې متفق شي نو بیا عدالت ګنجایش پیدا کولی شي.

دپاکستان په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو زرداري دمذاکراتو په اړه دچیف جسټس په وینا یا ریمارکس سختې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي په مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل معامله ده اؤ څوک پرې د ټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی.

دحکومتي ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ یو مهم مشر قمرزمان کایره دجیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې پخلی کړی چې حکومتي استازو تېره ورځ د پي ټي ایي اسد قیصر سره تماس نیولی اؤ اؤ هغه ته یې په 26م اپریل دلیدنې حکومتي پیغام سپارلی دی.

ښاغلي کایره وویل اسد قیصر دحکومتي استازو سره منلې ده چې په 26م اپریل به یې دګوند مشران حکومتي استازو سره لیدنه اؤ مذاکرات وکړي.

هغه ویلي هم په 26م اپریل به دایتلافي ګوندونو دمشرانو غونډه کیږي اؤ بیا به هم په دغه ماښام حکومتي استازي د ټي ټي ایي مشرانو سره ویني.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف دټي وي په یو پروګرام کې ویلي وؤ چې که مذاکرات وشي نو هم به د راتلونکو انتخاباتو لپاره نیټه دکال 2018م دټولټاکنو دنیټې نه شمیرل کیږي.

هغه ویلي وؤ ایین یوازې دا نه وایي چې په 90 ورځو کې دننه به ټاکنې کیږي بلکې په ایین کې دا هم لیکل شوي چې ټاکنې به په یوه ورځ کیږي.

دپاکستان سپریم کورټ کې به په یوه ورځ دانتخاباتو کولو دقضیې راتلونکې اوریدنه په 27م اپریل کیږي .

دسپریم کورټ مشر قاضي په تېره اوریدنه کې ویلي وؤ چې که پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ امر ونه منل شي نو ددې سختې نتیجې مخې ته راتلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG