لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: په ځنګل اور د مړ کولو په کوښښونو کې د امدادي ادارې کارکوونکی مړ شوی


په سوات کې د لګيدلي اور عکس
په سوات کې د لګيدلي اور عکس

د خېبرپښتونخوا په غرييزه ضلع شانګله کې په ځنګل/ غره د لګيدلي اور مړ کولو په مهال د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] يو کار کوونکی د اور له امله مړ شوی دی.

د شانګلې د [رېسکيو1122] ضلعي مشر رفيع الله مروت نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (9 جون) وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، په چکېسر علاقه کې په غره اور لګېدلی او د دوی کارمندان د اور مړ کولو له تللي وو.

هغه وویل اور ډېر سېوا وو، او د تېزۍ سيلۍ له امله اور په کارکوونکو راغلی د ادارې يو کار کوونکی 24 کلن نظام الله د اور لمبې او تپ وهلی او په ځای يې ژوند دلاسه ورکړی دی.

هغه زياته کړه دا پېښه بره په غره کې رامنځته شوې ده.

دا چې د [رېسکيو1122] کارکوونکي تربیه نه وي که د دوی سره د خپل حفاظت انتظام نه وي چې يو کار کوونکی پکې په خپله د اور ښکار شوی دی؟.

دې پوښتنې ته په ځواب کې رفيع مروت وویل، د دوی کار کوونکي تربيه دي او خپل حفاظت هم کوي خو په دغه ځای کې د بده مرغه اور ډېر زيات وو او سيلۍ/هوا د اور د غاړې راغلې او کار کوونکی يې وهلی دی.

نوموړي وويل په شانګله کې د تيرو 15 ورځو راهسې ځای په ځای اورونه لګي، او د [رېسکيو1122] ادارې سره پوليس او نورې ادارې هڅه کوي چې دغه اورونه مړه کړي.

خو د رېسکيو 1122 ترمخه په ځنګلونو/ غرونو د اور په مړ کولو کې زيات کار دغه ادارې کړی دی.

دوه ورځې وړاندې د ځنګلاتو وزیر محمد اشتياق وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چې د دوی سره په صوبه کې د اور مړ کولو هغه الات نشته کوم چې پکار وي او زياته کړې يې وه، دوی اوس هم په هغو زړو طريقو اور مړ کوي، اور ته د خاورو پوله جوړه کړي او بل دا چې اور ډېر په اوچتو بره په غرونو کې وي هلته د ادارو رسايي ګرانه وي.

د ژغورنې ادارې [رېکسيو1122] ځينو کارمندانو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي وو، دوی غرونو ته په بالټو کې اوبه خېژوي چې اور پرې مړ کړي او يا بيا د ونو په څانګو د اور مړ کولو هڅې کوي.

په غرونو د اور لګېدو په اړه نوموړي وزير ويلي وو، په ډېرو ځايونو کې خلک د وښو ښه کېدو دپاره اورونه اچوي، په ځينو ځايونو کې ټمبر مافیا يا د لرګو په ناجايزه توګه کاروبار کوونکي د حکومت ضد ځنګلونو ته اور اچوي او په دوه ځايونو کې د ټک ټاک ويډیو جوړولو په مهال اور لګول شوی او هلته دوی ځینې کسان نیولي. او د اور لګولو مقدمې جوړول کيږي.

د نوموړي وزیر په وېنا د باران نه کېدو، وچ او تود موسم له امله هم اور بيا ډېر خوريږي.

د خېبرپښتونخوا په بونير، شانګله، سوات، دير، مومند، تورغر، اېبټ اباد او پېښور کې د تيرو څو ورځو راهسې په ځنګلونو/ غرونو د اور لګېدو پېښې مخې ته راغلي، چې پکې د چارواکو په وېنا زیاتره اورونه مړه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG