لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو اوسېدونکي وايي صحت کارډ نه په وېستل کېدو د وېړیا علاج نه محرومه شوي دي



د خېبر ضلعې اسرار افريدي ډيوه ته وويل لس کلنه لور يې د ګوردو ناروغه ده، په هره دويمه ورځ يې د ګوردو صفايي کيږي، دغه علاج به يې د ۳۰ جون پورې په صحت کارډ وېړيا کوو، خو اوس دغه پروګرام ختم شوې دی او د لور په علاج يې په هره دويمه ورځ لس زره روپۍ خرچ کېږي
د خېبر ضلعې اسرار افريدي ډيوه ته وويل لس کلنه لور يې د ګوردو ناروغه ده، په هره دويمه ورځ يې د ګوردو صفايي کيږي، دغه علاج به يې د ۳۰ جون پورې په صحت کارډ وېړيا کوو، خو اوس دغه پروګرام ختم شوې دی او د لور په علاج يې په هره دويمه ورځ لس زره روپۍ خرچ کېږي

د خېبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو اوسيدونکي وايي د صحت کارډ پروګرام نه په ويستل کېدو د وېړيا درملنې نه محرومه شوي او د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په صوبه کې د نویو ضم شویو ضلعو اوسيدونکو وي او ای ډيوه ته ويلي د خېبر پښتونخوا نورې ضلعې د صحت کارډ په پروګرام کې شاملې دي خو يواځې قبايلي ضلعې ترې وېستل شوي دي.

د خېبر ضلعې اسرار افريدي ډيوه ته وويل لس کلنه لور يې د ګوردو ناروغه ده، په هره دويمه ورځ يې د ګوردو صفايي کيږي، دغه علاج به يې د ۳۰ جون پورې په صحت کارډ وېړيا کوو، خو اوس دغه پروګرام ختم شوې دی او د لور په علاج يې په هره دويمه ورځ لس زره روپۍ خرچ کېږي.

نوموړي وويل ډير داسې بې وسه خلک دي چې د اووړو اخیستلو مالي توان نه لري او اوس پرې د مريضانو د علاج خرچې هم راغلی دی.

اسرار افريدي ويره څرګنده کړه چې داسي علاجونه چې مسلسل درملنې ته ضرورت لري غربت دلاسه به د ډيرو خلکو نه پاتي شي او مریضان به يې د مرګ خولې ته لاړ شي۔

دخېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه د خالي، شنبې، په ورځ وویل د قبايلي ضلعو ۱۲ لاکه خاندانونه د صحت کارډ پروګرام لاندې د ويړيا درملنې نه محرومه کولو زمه واري په وفاقي حکومت کې د شاملو د ټولو ګوندونو ده۔

نوموړي ويلي وو وزيراعظم شهباز شريف په قبايلي ضلعو کي د ميډيکل کالجونو او پوهنتونو اعلانونه خو کوي خو بل اړخ ته يې د وېړيا درملنې اسنتاو نه محرومه کوي۔

د مرکزي حکومت د پارليمان غړو يې جواب کې ويلي وو د صحت کارډ پروګرام روان ساتل اوس د صوبايي حکومت زمه واري ده.

د باجوړ نه سياسي او ټولنيز فعال شيخ خانزاده ډيوه ته وويل د صحت کارډ په شان پروګرام نه د قبايلي ضلعو اولس محرومه کول د صوبايي حکومت سياسي ناکامي ده.

نوموړي پوښتنه وکړه چې صوبايي حکومت د نورو ضلعو د صحت کارډ مالي بوج اوچتولې شي خو وايي د قبايلي ضلعو د صحت کارډ د پاره فنډونه نه لري۔

د مرکزي حکومت د صحت وزارت په اتم جون د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته په یو خط کې ويلي چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام دې صوبې ته واړول شي.

په خط کې ویل شوي چې د مرکزي حکومت د صحت کارډ پروګرام په 30 جون پای ته رسي، دا خبره دې يقيني کړی شي چې د قبايلي ضلعو دپاره دې صوبايي حکومت د صحت کارډ پروګرام دوامداره وساتي.

او د دغې په جواب کې صوبايي حکومت بيا مرکزي حکومت ته ويلي چې صوبه تياره ده چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام په صوبه کې ورګډ کړي خو د دې دپاره دې مرکزي حکومت اړونده فنډونه جاري کړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG