لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي اېم اېف مشره وايي د امریکايي قوي اقتصادي پرمختګ د نړیوال اقتصاد د ترقۍ په اړه اندازه ښه کړې

جورجېوا وویل دا وخت د اطمینان ساه اخیستل کېدی شي ځکه چې د مخکني اټکل برعکس په نړیواله کچه د اقتصادي بحران او په اقتصاد کې د مجمود صورتحال لمنځه لاړو. هغې زیاته کړه چې اوس هم د تشویش ګڼ شمېر خبرې موجود دي
جورجېوا وویل دا وخت د اطمینان ساه اخیستل کېدی شي ځکه چې د مخکني اټکل برعکس په نړیواله کچه د اقتصادي بحران او په اقتصاد کې د مجمود صورتحال لمنځه لاړو. هغې زیاته کړه چې اوس هم د تشویش ګڼ شمېر خبرې موجود دي

د نړیوالې مالیاتي ادارې مشرې کرېسټلینا جورجېوا ویلي د امریکې د مضبوط اقتصادي پرمختګ په سبب اندازه ده چې په نړیواله کچه به هم د اقتصادي ترقۍ کچه ښه وي خو د اقتصادي پېدوار په شا د تګ مخه نیولو دپاره لا نور کار پکار دی.

جورجېوا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په امریکا او په ځینو نورو اقتصادونو کې د قوي اقتصادي هلو ځلو په نتیجه کې په نړیواله کچه اقتصادي ترقۍ کې معمولي اضافه شوې ده.

د امریکې د تجارت وزارت وايي تېر کال د هېواد په اقتصاد کې د دوه اشاریه پینځه فیصد په کچه پرمختګ شوی. د اقتصاد د پرمختک دا کچه د دنیا د نورو ترقي یافته ملکونو نه زیاته زیاته وه.

جورجېوا وویل په کورني مصرفونو کې د اضافې، تجارتي سرمایه کارۍ او د رسد او طلب په مسلو کې بهترۍ د امریکې په اقتصاد وده کې مرسته کړې ده. هغې زیاته کړه چې د افراط زر شرح هم د مخکنۍ توقعو نه زیاته کمېږي.

د نړیوال اقتصاد په اړه د جورجیوا د خبرو نه څو ورځې وروسته په واشنګټن کې د ايي اېم اېف او د ورلډ بېنک په مشترکه کوربتوب د نړیوالو اقتصادي مشرانو کلیزه غونډه کېدونکي ده.

د ايي اېم اېف د مشرې خبرې دا هم څرګندوي چې د نړۍ اقتصاد به د توقع نه زیاته ترقي کوي. د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې ايي اېم اېف اندازه لګولې وه چې نړیوال اقتصاد به په۲۰۲۴ کې د درې اشاریه یو فیصد او په ۲۰۲۵ کې به د درې اشاریه دوه فیصد په سطح ترقي کوي.

جورجېوا وویل دا وخت د اطمینان ساه اخیستل کېدی شي ځکه چې د مخکني اټکل برعکس په نړیواله کچه د اقتصادي بحران او په اقتصاد کې د مجمود صورتحال لمنځه لاړو. هغې زیاته کړه چې اوس هم د تشویش ګڼ شمېر خبرې موجود دي.

اقتصاد ته د ممکنه مشکلاتو په لړ کې جورجېوا په نړیواله کچه د سیاسي تاوتریخوالي ذکر وکړو چې د هغې په فکر نړیوال اقتصاد د ګډوډۍ سره مخامخ کولی شي.

د اقتصادي مشکلاتو په لړ کې جورجېوا د حکومتونو د زیاتېدونکو قرضونو او په عمومي کچه په اقتصادي پېدوار کې د کمي ذکر هم وکړو.

د دې عواملو په سبب د ايي اېم اېف اندازه ده چې په اینده منځه مهاله موده کې به د نړیوالې اقتصادي ترقۍ سطح د درې فیصد نه معمولي پورته وي خو په تاریخ توګه به دا د اوسط اقتصادي پرمختګ نه کمه وه.

جورجېوا وویل نړیوال اقتصاد د ښه کولو او اقتصادي پېدوار د زیاتولو دپاره په افراط زر او په حکومتي قرضو قابو موندل او د اقتصادي ترقۍ په لاره خنډان لرې کول ضروري دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG