لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطيني وسله والو جنوبي اسرایل په راکټو وېشتلی


د روژې میاشت د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي. د دې اجازت په عمومي توګه د روژې په اخېرۍ عشره کې ورکول کېږي
د روژې میاشت د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي. د دې اجازت په عمومي توګه د روژې په اخېرۍ عشره کې ورکول کېږي

فلسطيني وسله والو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په جنوبي اسرایل د راکټونو حمله وکړه او په یروشلم کې پرله پسې په دویمه ورځ هم د تشدد پېښې په داسې مهال وشوې چې د یهودیانو د مذهبي دستوره پاس اور شروع شوه او مسلمانان د روژې میاشت لمانځي.

اسرایلي پوځ وویل غزه نه د اسرایل په لوري وېشتل شويو پېنځو راکټونو څه نه نقصان نه دی کړی او په هوا کې تباه شوي دي. د راکټو د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په اسرایل د راکټو د حملې نه یوه شپه مخکې په یروشلم کې په مسجد الاقصا کې فلسطینان او اسرایلي پولیس جنګېدلي وو.

د روژې میاشت د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي. د دې اجازت په عمومي توګه د روژې په اخېرۍ عشره کې ورکول کېږي.

اسرایلي پولیس هره شپه کوښښ کوي چې الاقصا خالي کړي خو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پولیس کوښښ په تشدد کې بدل شو.

عبادتکونکو پولیس په کاڼو او په اتش بازۍ وويشتل پولیس کوتکې وچلولې. ګڼ شمېر کسان زخمیان شول او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په سلکونو کسان ګرفتار کړی شول.

په داسې حال کې چې د یهودیانو پاس اوور دستوره شروع شوه، په اسرایل د راکټونو حملې تاوتریخوالی د زیاتېدو ویره راپارولې ده.

د پاس اوور په موقع په سلګونو عیسویان هم د یروشلم په قدیمه برخه کې جمع شوي وو.

ای پي وايي په منځني ختیځ کې مشرانو په الاقصا جومات کې د اسرایلي اقدماتو غندنه کړې.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټېلې وژن مرکه کې د اسرایل غندنه وکړه.

اردوان وویل اسرایل ته پکار ده چې د مسلمانانو او د الاقصا جومات د تقدس احترام وکړي. هغه وویل په هر حال کې به د فلسطینیانو د تحفظ دپاره ودرېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG