لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رولا غني: د افغانستان روانې جګړې افغان مېرمنې تر ټولو زیاتې زورلي


د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د امریکا سرښار واشنگټن ډي سي کې د څېړنیزې ادارې یو ایس ايي پي کې وینا په وخت ویلي چې افغان مېرمنې / ښځې بېداره شوي او دوي په خپله خبره کولو نه ویریږي او په افغان ټولنه کې هغه ځاې ته رسیدلي چې څوک يې هم خبره او موجودگي د پامه نه شي غورځولی.

٫٫ ښځې د افغان ټولنې په هر مهم ځاې کې په نظر راځي. په حکومتي څوکیو پرځاې دي، ښځینه قاضیانې (ججانې)، سرکاري وکیلانې، استاذانې او ډاکټرانې په ټولنه کې خپل رول لري. مونږه په یو داسی ډگر روان یو چې ډېر زر به افغان مېرمنې په ټولنه کې په مکمل توگه فعاله شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مېرمنو د پخوا نه زیات احترام ترلاسه کړی.٬٬

د افغانستان لومړۍ مېرمن زیاته کړې افغان مېرمنې په خپل هیواد کې د امن او سولې د لومړیتوب نه خبر دې. او په افغان ټولنه کې يې ځان ته ځاې پیدا کړی دی.

که څه هم افغان مېرمنې په هیواد کې د لسیزو راهسی روانې جگړی نه ترټولو زیاتې اغیزمنې شوي خو د سولې په اړه د افغان میرمنو یوه لویه اندیښنه دا ده چې کیدلی شي د خبرو اترو په میز کې د دوی ځانګړې غوښتنې او اندېښنې په پام کې وه نه ساتل شي.

د دغې اندېښنو په اړه رولا غني زیاته کړې چې د افغان حکومت په مرسته د افغان مېرمنو/ ښځو (د اجماع ملي) په نامه یوه قامي شورا (جرګه) جوړه کړې چې په مرسته به يې افغانانې د خپل هیواد په راتلونکې کې خپله برخه شریکه کړي.

٫٫ ځه نه یم خبر چې د سولې پروسه به وړاندې څنګه ځي. ځو ښځې به په دغه پروسه کې خپله ونډه اچوي. او دغه به د افغانانو په مشرۍ کې د افغانانو ترمنځه یوه پروسه وي. ځکه د دغې پرته بل څه به کار وه نه کړي.٬٬

رولا غني په نړیواله ټولنه غږ هم وکړو چې که د افغان مېرمنو سره مرستی کول غواړی نو د دوي په تربیې او تعلیم په برخه کې دې پام وګرځوي.

٫٫ ښځې په افغانستان کې په یو شمیر برخو کې عملي تربیې ته اړتیا لري او باید دوي ته دا تربیه ورکړی شي.٬٬

مېرمن غني زیاته کړه چې افغان ښځې وس په خپله خبره کولو نه ویریږي او داسی پړاو ته رسېدلي چرته چې څوک هم د دوي د اهمیت او موجودگۍ نه انکار نه شي کولی.

په افغانستان کې د افغان مېرمنو او جینکو ستونزو ته په پام اړولو د افغانستان لومړۍ مېرمن د کم عمرۍ ودونو ته په اشاره کې ویلي، غواړي چې په افغانستان کې په دې اړه د خلکو سوچ کې بدلون راشي.

٫٫ د کم عمرۍ ودونه اکثره د کورنۍ شخړو او جګړو سبب جوړیږي او اوږد مهاله تشدد ته وده ورکوي. داسی ودونه زیاتره کامیابه هم نه وي.٬٬

د افغانستان په روانه لانجه کې زیاتیدونکي تشدد ته په اشار کې د صدر اشرف غني مېرمن رولا غني زیاته کړې افغان مېرمنی د خپلو خپلوانو په مړو لیدو ستړی شوي دي.

٫٫ مونږه هره ورځ د تابوتونو په کتلو ستړي شوي یو چې پکې زمونږ د بچو مړي وي. هر څوک امن غواړي او د ناامنۍ او جګړو نه وتل او سولې ژوند تېرول غواړي.٬٬

په افغانستان کې د پرمختیا په اړه مېرمن رولا غني زیاته کړې چې که څه هم افغانستان ډېرو کارونو ته اړتیا لري خو وايي چې هیواد يې پر سم لور روان دی.

٫٫ یو وخت به راشي چې افغانستان به د ژوندون کولو جوګه شي. ځکه هغو ټولو ته چې افغانستان لپاره ېې قربانۍ ورکړي دي، زه دا وویل غواړم چې ستاسو قربانۍ بې ځایه شوی نه دي. افغانستان کې امن ترلاسه کول زما ارمان وو او دغه مې حدف دی چې د سیاسي امن نه وړاندی سماجي امن راشي.٬٬ مېرمن رولا غني ویلي د امن مطلب دې چې جگړه ختمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG