لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورور ته محتاجه څوک ده، او څه هدف لري؟


په تېرو څو ورځو کې یوه پښتنه طنز ماره او ټوکماره جينۍ "ورور ته محتاجه" په ټولنيزو رسنیو ډېره خوښه کړی شوې ده.

د پښتنو په ناستو او مجلسونو کې ټوکې ټکالې نا اشنا خبره نه ده، او پیشه ور سړي ټوکماران پکې هم ډېر دي خو پیشه ورې ښځې ټوکمارې د نشت برابر دي. شاید دا وجه ده چې د ورور ته محتاجه ویډیو فلمونه ډېر زر په ټولنيزو رسنیو مشهور یا وایرل شول.

"ورور ته محتاجه" په فیس بک، ټویټر او یوټیوب یو فرضی نوم دی. د وي او ډیوه سره په خبرو کې "ورور ته محتاجه" وویل خپله اصلي پیژتدگلو ځکه پټوي چې دا کردار محدود نه شي:

"په ورور ته محتاجه کې هره ښځه پښتنه ځان ويني او هره ښځه رېپریزینټ (نماینده) کوي، یواځې زه یا زما کور واله نه"

د هغې مور پلار او خویندې روڼه د هغې په دې کردار خبر او ورسره ملگري دي.

هغې وویل ورور ته محتاجه کردار په پښتنه ټولنه باندې د یوې ښځې طنز دی او دا د هغه ټولو ښځو کیسه بیانوي چې د سړیو د زور لاندې په ټولنه کې تل ځپل کیږي.

د ورور ته محتاجه په خیال د پښتنو په ټولنه کې مور، لور، خواښې او اینگور هم جینکو ته سپک او هلکانو ته په درنه سترگه گوري.

ورور ته محتاجه خپل فلم او غږ د کمپیوټر په زریعه بدلوي، د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې په لهجه کې خبرې کوي. مرکزي کردارونه یې یوه لور "ختمې دختر"، او یو ځوی "شا پپو خان" دي.

د ورور ته محتاجه په زیاتره فکاهیو کې شاه پپو خان د سترگو د تور او د ویاړ او ختمې دختر د کرکې او سپکې د علامت په توگه لوبول کیږي.

د هغې د کردارونو مرکزي تهیم په پښتنه ټولنه کې د هلک او جينۍ په منځ کې ټولنيز توپير دی.

"ورور ته محتاجه" واي ځيني سړي چې په ښکاره د جینکو د حقونو لپاره غږ پورته کوي دخپلې خور او لور برخه نه ورکوي او په خپل کور کې بې کچه ظلمونه کوي، هغه وايي:

"زه غواړم چې د خپلو کردارونو په لاره دغه امتیاز ښکاره کړم"

د ورور ته محتاجه په خیال هغه په کلتور کې د ښځو سرو توپیري چلن په گوته کول غواړي.

د ورور ته محتاجه سره د خبرو تفصيل په دې مرکه کې اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:19:54 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG