لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه دې د افغان ژورنالستانو د تحفظ لپاره جدي ګامونه واخلي، د خبریالانو د تنظیم غوښتنه


په افغانستان کې ژورنالستان وايي چي د طالبانو لخوا د مېډيا کارمندانو ځورولو سره د ښارونو په پرتله په اطرافو کې زياته وېره خپاره شوې چې خراب تاثير يې د دوی په کار او د بيان په ازادۍ شوی
په افغانستان کې ژورنالستان وايي چي د طالبانو لخوا د مېډيا کارمندانو ځورولو سره د ښارونو په پرتله په اطرافو کې زياته وېره خپاره شوې چې خراب تاثير يې د دوی په کار او د بيان په ازادۍ شوی

د بې پولې خبريالانو سازمان رپورټر ود اوټ بارډرز په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو په موجوده وضعيت اندېښنه ښودلې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بينيټ ته په یو لیک کې په دغه هیواد کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه په سمدستي توګه د اقداماتو غوښتنه کړې ده۔

په افغانستان کې ژورنالستان وايي چي د طالبانو لخوا د مېډيا کارمندانو ځورولو سره د ښارونو په پرتله په اطرافو کې زياته وېره خپاره شوې چې خراب تاثير يې د دوی په کار او د بيان په ازادۍ شوې۔

بلخوا د طالبانو ترجمان بلال کريمي ډيوه ته وايي چې په هېواد کې خبريالانو لپاره په کار کولو کې کومه ستونځه شتون نه لري او کومې اندېښنې چې مخې ته راځې د هغو لرې کولو لپاره اړونده مسولين ګامونه اخلي۔

د بې پولې خبريالانو سازمان په خپل ليک کې ويلي چې د طالبانو لخوا د خبريالانو په خپل سري نيولو کې زياتوالې راغلې او د سازمان په خبره دې سره په هېواد کې د رسنيو فعاليت متاثره شوی دی۔

سازمان دا هم ويلي چې د تېر 15م اګست راپه دېخوا افغان پولېسو او استخباراتو 50 خبريالان نيولي او په فرورۍ 2022 کې د نيولو څلور پېښې مخې ته راغلي۔

په کندهار کې د خبریالانو نیولو ته په اشارې سازمان ویلي چې په وروستیو هفتو کې طالبانو په دغه ولایت کې په ريډيوګانو د سندرو نشر کولو له وجې شپږ خبریالان نیولي دي۔

په افغانستان کې د ژورنالستانو د ځورولو په حقله يو ځايي خبريال د امينيتي ستونځو له امله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وايي د لوی ښارونو په پرتله په اطرافو کې خبريالان زيات ځورول کېږي۔

هغه وايي: "په اطرافو کې ځلکه سېوا دي که هلته د رسنيو کارمندانو سره د طالبانو ادارو لخوا غلط برخرد ووشي نو هلته بيا د شکايت درج کولو ځای نه وي په کابل ښار يا نورو ښارونو کې مشران کولی شي چې شکايات درج کړي"

هغه دا هم وويل چې که يو خبريال په يو موضوع وځورول شي نو لازمي ده چې په نورو خبريالانو به يې تاثير وي۔

د بې پولې خبریالانو سازمان همدارنګه ویلي چې طالبانو یو میاشت مخکې په هرات ولایت کې د نوروز په نوم د يو راډیو خبریال خالد قادري نیولی او تر اوسه یې برخلیک نه دی مالوم۔

سازمان دا هم ويلي چې طالبانو د بیان په ازادۍ او رسنیو نوي محدودیتونه لګولي او د افغانستان په ځايي رسنيو يې د امریکا غږ په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو نشريات بند کړي دي۔

په افغانستان کې د خبريالانو د شورا مشر حفيظ الله بارکزۍ وي او ای ډيوه ته وايي دا ډول نړيوال راپورنه په افغانستان کې د خبريلانو د خونديتوب لپاره مهم دي، دې وايي چې په مستقله توګه د خبريالانو د ځورولو پېښو د مخنيوي او د بيان د ازادې لپاره د رسنيو قانون عملي کول او د شکايتونو کمېشن فعاله کول اړين دي۔

نوموړي زياته کړه: "زما په آند که قانون پلي شي نو خوامخوه ستونځه به رو رو حل شي او د شکاياتو کمېشن فعال کول ډېر مهم دي پرته له دې نه قضايي قوه يا امنيتي کسان نشي کولې چې خبريالانو په اړه څه فيصله وکړي"

بلخوا د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ه ته وايي چې په هېواد کې خبريالانو لپاره په کار کولو کې کومه ستونځه شتون نه لري او کومې اندېښنې چې مخې ته راځې د هغو لرې کولو لپاره اړونده مسولين ګامونه اخلي۔

نوموړي دا هم وويل چې په خبريالانو محدودياتونو او د کار د ساحې په د تنګېدو په اړه ستونځه او مشکل نشته او اسلامي امارت مسولين هم حڅه کوي چې ترسو د ستونځو د هوارولو لپاره نور ګامونه هم پورته شي او هغه اندېښنې چې موجود دي هغه رفعه شي۔

له دې وړاندې په افغانستان کې د ازادو خبریالانو ټولنې هم په دې هیواد کې د طالبانو لخوا په رسنيو لګول شوي محدودیتونو او د خبریالانو سره د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه۔

یادې ټولنې مشر حجت الله مجددي ډيوه ته ویلي و چې د دوی د معلوماتو په اساس کال 1400 دوران د خبریالانو سره د تاوتریخوالي 117 پېښې مخې ته راغلي چې 34 د جمهوريت په دوره کې او 83 د طالبانو په واکمنۍ کې ريکارډ شوې دي۔


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG