لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانې لومړۍ مسلمانه سوکماره رخسانه بیګم د باکسنګ میدان ته څنګه راغله؟


د برتانې سره تعلق لرونکې تهايي باکسره(موېې تهايي) او کک باکسره یا سوکماره رخسانه بیګم د دغه هیواد لومړۍ مسلمانه باکسره ده چې په باقاعده توګه د باکسنګ لوبو میدان ته داخله شوه.

رخسانه پېنځه فټه او درې انچه لوړه یا قد لري به نن د شرقي لندن په یارک هال کې د بلغاریه ایوانکا ایوانوا ته په پروفیشنل لوبه کې مخا مخ کیږي.

د رخسانه مور او پلار د بنګله دېش نه برتانې ته راغلي او د یوې روایتي او تنګ نظره مسلمانې کورنۍ سره تعلق لري. رخسانه وايي د تهايي کک باکسنګ سره د شوق اومېنې پیدا کیدو وروسته يې تر پېنځه کالو پورې د خپل مور او پلار نه پټ په پټه د باکسنګ تربیه اخستې. ٫٫ په شورو کې زما کورنۍ ته نه وه معلومه چې زه کک باکسنګ کوم، د دوي خیال وو زه د ورزش لپاره جم ته ورځم.٬٬

رخسانه بیګم د برتانېې یواځېنۍ مسلمان ښځه ده چې په دې لوبه کې د برتانېې قامي ستورې یا چمپینه ده. ٣۴ کلنې رخسانې په یونیورسټې کې د ارکیټکچر یا د ودانیو د نقشو زده کړی ترلاسه کړي، زیاتوي په کال ٢٠١٦ م کې د نورو مسلمانو ښځو لوبو ته هڅولو لپاره په خپل نوم د حجاب برانډ هم شروع کړو.

رخسانه زیاتوي: ٫٫ د نن نه ١٠- پېنځلس کاله وړاندې حالات بدل وو د ښځو باکسنګ خو په کال ٢٠١٢ کې په اولمپکس مقابلو کې معارفي شو.٬٬

د خپلو لوبو په اړه رخسانه وايي د وړوکوالي نه غوره لوبغاړی وه، مارشل ارټس ېې د خوښې لوبې وې. بروس لي او محمد علی ېې تر ټولو خوښ شخصیتونه وو.

خو د خپل تعلیم پوره کولو سمدستي وروستو يې د مور او پلار په خوښه واده وکړو چې ژوند يې بدل کړو او د ستونزو او پریشانیو سره مخ شوه.

د خپل واده نهه میاشتې وروستو د خاوند نه جدا شوه او د سخت ذهني پریشانۍ یا ډپریشن سره مخ شوه. هم دغه وخت وو چې مور او پلار ېې د دغه لوبې سره د خپلې مینې نه خبر کړل. مور او پلار يې د ذهني پریشانۍ نه د وتلو لپاره دې ته راضي شول چې رخسانه د باکسنګ لوبو ته پریږدي.

رخسانه اوس د برتانېې قامي اتله یا نیشنل چمپین ده، په کال ٢٠١٠ م کې ېې دبرټش نیشنل چمپین شپ، کال ٢٠١٣م او بیا ٢٠١٦ م کې يې ورلډ چمپین شپ جاېزې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG