د اوکراین په سر ښار کییف د ګل، دوشنبې، په سحر د ډرون حملې شوي دي.
یوه هفته وړاندې روس په کییف یو شمېر مزایلې ورولې وې او په ښار کې نسبتاً خاموشي یې ماته کړې وه.
د اوکراین چارواکو ویلي په کییف حملو کې د ایران جوړ شاهد نومې ډرون استعمال شوي دي. د باردونو نه ډک دغه ډرون روسي ځواکونه په هدفونو قصداً ورغورځوي او تباه کوي.
د اوکراین صدر ولادو مېر زېلېنسکي په ټېلېګرام خپل پېغام کې وویل دښمن ټوله شپه او ټوله ورځ ملکي ابادي د ترهګرۍ سره مخامخ کوي.
هغه وویل روس په مزایلو او د ډرون د ځانمرګي حملو په شان بریدونو کې په ټول اوکراین حملې کوي. د هغه په قول دښمن زمونږ په ښارونو حملې کولی شي خو مونږ به مات نه کړی شي.
د کییف مېیر یا ښار وال ويټالي کلېچکو وویل په ډرون حملو کې د کییف مرکزي برخه هم په هدف شوي ده. د ښار دغه برخه تېره هفته د روس په مزایل حملو کې هم وېشتل شوي وه.
کلېچکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ حملو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی او ځینو رهایشي او غیر رهایشي ودانیو ته نقصان رسېدلی دی.
هغه وویل امدادي کارکونکو اتلس کسان د یوې ودانۍ د ملبې نه راوېستلي او دوه نور کسان له په ملبه کې بند دي.
د صدر زېلېنسکي یو مرستیال وویل اوکراین زر تر زره هوايي دفاعي نظام ته ضرورت لري.
په کییف کې د امریکې سفارتخانې په ښار د ډرون حملې د کرکې وړ وبللې.
سفارتخاني په ټوېټر خپل پېغام کې ویل د اوکراین د ولس د حوصلې ستاینه کوي. سفارتخاني وویل امریکا به د اوکراین ولس ترڅنګ ولاړه وي.
په کییف د تېرې هفتې د مزایلو حملو د ښار نسبتاً پرامنه فضا خرابه کړه.
د روس صدر ولاديمير پوټن ویلي د مزایلو حملې يې په هغه پول د بريد په ځواب کې کړي چې کرایمیا د روس سره نخښلوي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي