د یوکرېن صدر ولادیمېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو يې په هېواد د ۷۰ نه په زیاتو مزایلو حمله کړې چې په کې د توانای بنیادي سهولتونه په هدف شوي دي.
زېلېنسکي وویل روس په یوکرېن د حملې دپاره د کرسمس ورځ انتخاب کړه چې د هغه په قول د دې نه زیات "غېرانساني" کار څه کېدلی شي؟
د عیسايي مذهب منونکي د ډسمبر په ۲۵ نېټه د عیسا علېه سلام د پېدایش د ورځې په مناسبت د کرسمس خوشحالي لمانځي.
د یوکرېن پوځ وویل د روس ۵۹ مزایلې او د ۱۰۶ څخه يې ۵۴ ډرونز يې تباه کړل. د یوکرېن هوايي ځواک وویل د روس په حملو کې په مختلفو ښارونو کې د توانای بنیادي سهولتونه په هدف شوي وو.
د روس د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل د یوکرېن د توانای په هغه اهمه بنیادي اډاڼه يې حمله کړې چې د یوکرېن د پوځ ملاتړ کوي.
د یوکرېن د شمال مشرقي ښار خارکیف مېیر یا ښاروال ايګور تېرېکوف وویل په ښار اول د مزایلو درنه او بیا د ډرون حمله وشوه.
د سيمې ګورنر وویل په روسي حمله کې د توانای غېرپوځي بنیادي سهولت ته نقصان ورسېدلو او لږ تر لږه شپږ کسان يې زخمیان کړل.
د یوکرېن د توانای د ټولو نه لوی کمپنۍ ډي ټي ايي کی وویل روسي مزایلو سخت نقصان کړی او په ډېنېپروپېټروېسک، اوډیسا او کیف ښارونو کې يې بجلي منقطع کړې وه.
د روس د دفاع وزارت وویل فضايي حملې د دفاع ځواکونو يې د یوکرېن ۵۸ ډرونز تباه کړل.
د روس په کرسک سیمه کې چارواکو وویل د یوکرېن په بمبارۍ کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. د سیمې ګورنر وویل د یوکرېن په حملو کې یو شمېر کورونه او د بجلۍ تار تباه شو.
یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي
Forum