لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس امریکايي سفیرانو ته د خپل هیواد نه د وتلو امر کړی


روس د امریکايي ګامونو په ځواب کې په خپل هیواد کې مېشت امریکايي ډپلومېټانو ته د روس نه د وتلو او دغلته د امریکايي کونسلګرو د تړلو اعلان کړی.

د امریکايي مطبوعاتو تر مخه د روس خارجه وزیر سرګې لاوروف دغه اعلان د زیارت په د امریکا لخوا د هم دغه شان اعلان په ځواب کې کړی.

که څه هم د روس خارجه وزیر د امریکايي ډپلومېټانو د شمېرې په اړه څه نه دي ویلي خو د روس حکومتي میډیا تر مخه دغه شمیره ۶۰ ده.

روانه اونۍ د ۲۰ نه سېوا هیوادونو تر ۱۰۰ پورې روسي سفیران د خپلو هیوادونو نه د وېستلو فیصله کړې ده.

دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې د روانې مارچ میاشتې په ۴مه نېټه د برتانیې په سیلسبري ښار کې یو پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا په بې هوښه حالت کې وموندل شول او پر روس تور ولګېد چې زهر یې ورکړي او د دوی د وژلو هڅه یې کړې ده، خو روس دا تورونه رد کړي دي.

پر روس د دې کار په تور لومړی برتانیې ۲۳ روسي سفارتکارانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر وکړ او بیا یې له نورو لوېدیځو هېوادونو هم وغوښتل، چې د روس د غندنې په ملاتړ د برتانیې ملګرتیا وکړي، چې بیا روس هم په ځوابي غبرګون کې د برتاینې ۲۳ سفارتکارانو ته له خپل هېواده د وتلو امر وکړ.

دووه ورځې وړاندې د نورو یورپي هېوادونو غوندې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکې حکومت هم د برتانیې په ملاتړ ۶۰ روسي سفارتکارانو ته امر کړی وو چې په یوه اوونۍ کې دننه دې له امریکې ووځي.

امریکا د دغې تر څنګ د واشنګټن ایالت په سیاټل بندري ښار کې د اپرېل تر ۲مې د یوې روسي کونسلګرۍ د تړلو اعلان کړی وو.

د امریکا لخوا چې کومو روسي سفارتکارانو ته له امریکې د وتلو امر شوی په هغوی کې ۴۸ په امریکه کې د روس په سفارت او بېلابېلو کونسلګریو کې کار کوي او پاتې ۱۲ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دي.

د اسټرېلیا او امریکې په شمول ۲۲ هېوادونو تر اوسه پورې تر ۱۰۰ زیاتو روسي سفارتکارانو ته له خپلو هېوادونو د وتلو امر کړی دی، چې ورباندې د روسي جاسوسانو تور دی.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، حکومت به یې د امریکې دې اقدام ته ځواب ووایي، چې پر ۶۰ روسي سفارتکارانو یې د جاسوسۍ تور لګولی او له امریکې د وتلو امر یې ورته کړی.

لاوروف د خپلو دومره زیاتو سفارتکارانو د ایستلو پرېکړه د امریکې له خوا پر خپل هېواد "عظیم فشار" بللی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په برتانیه کې پخواني روسي جاسوس او د هغه لور ته د زهر ورکولو پېښه پر هغوی د اعصابي برید په تور "د کیمیایي وسلو د تړون بېسارې سرغړونه او د نړیوال قانون ماتول ګڼلي".

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG