روس د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې نور به د هغې معاهدې فریق نه وي چې ترمخه يې د اوکراین نه نورو ملکونو ته د غلي برامدات کېدل.
د بلېک سي ګرېن اېنېشېيټیو یا د تور سمندر د غلي حرکت نومې معاهده قریباً یو کال مخکې د ترکي او متحده قومونو په کوښښونو ترسره شوي وه او ترمخه يې اوکراین نه د غلې برامدات شروع شوي وو.
په اوکراین د روس د یرغل وروسته د تور سمندر لار د تړل کېدو په نتیجه کې د اوکراین د غلي برمدات یا صادرات بند شوي وو او په نړیواله کچه د خوراک بحران پېدا شوی و.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د معاهدې مېعاد د ختمېدو نه مخکې روس وویل چې لوظنامې ورته په مناسب کچه ګټه نه ورکوله.
که څه هم په اوکراین د یرغل په سر مغربي ملکونو په روس ګڼ شمېر اقتصادي پابندۍ لګولي دي خو د خوراک او زراعت برخې ترې مستثنا دي او روس غواړي چې په نړیوال مالیاتي نظام کې دې د روس د زراعتو بېنک بیا شامل کړی شي.
د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل د تور سمندر په معاهده کې د روس په اړه شېقونه نه دي نافذ کړی شوي. هغه وویل چې د روس سره تړون لرونکو شېقونو نفاذ شروع شي نو ماسکو به په سمدستي ډول په معاهدې عملداري بیا شروع کړي.
متحده قومونو ویلي د کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د معاهدې د عملي کېدو نه پس د اوکراین د ۳۲ مېټرک ټن نه زیاته غله ۴۵ ملکونو ته برامد یا صادر شوې ده. ماهرین وايي که چېرې معاهده تازه نه کړی شوه نو د خوراکي شیانو قیمتونه به زیات شي.
د معاهدې دلاندې په غله بار اخېری سمندري جهاز د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اوکراین نه روان شوی و.
یادونه: د دې خبر معلومات د متحده قومونو د مرکزي دفتر نه د وي او ای خبریالي مارګرېټ بشیر، د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي