لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس کییف او د اوکراین یو شمېر نورښارونه په مزایلو وېشتلي


د ګل، دوشنبې، په ورځ په اوکراین د مزایلو د حملې نه یوه ورځ مخکې صدر پوتین په اوکراین په هغه پول د حملې الزام پورې کړو چې روس او کرایمیا د یو بل سره نخښلوي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په اوکراین د مزایلو د حملې نه یوه ورځ مخکې صدر پوتین په اوکراین په هغه پول د حملې الزام پورې کړو چې روس او کرایمیا د یو بل سره نخښلوي

د اوکراین سرښار کییف او د اوکراین یو شمېر نور ښارونه روس د ګل، دوشنبې، په ورځ په مزایلو وېشتي او د اوکراین پوځ ویلي په هېواد یې د ۷۷ مزایلو حمله شوي ده.

په کییف کي پولیس ویلي روسي مزایلي د ښار په مرکز کې لګيدلي او لږ تر لږه پېنځه کسان يې وژلي او ۱۲ نور یې زخمیان کړي دي.

په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاودنې اورېدل شوي دي چې پکې مغربي ښار لفیف، مرکزي ډنېپرو او په مشرق کې خارکیف شامل دی.

د اوکراین پوځ ویلي ۴۱ روسي مزایلي راغورځولي هم دي.

د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسي رېزنيکوف روسي مزایلې د ترهګرو مزایلې وبللې او ويې وېل حوصله به هېڅ کله تباه نه کړی شي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي وویل روس کوښښ کوي چې مونږ دنیا د مخ نه لېرې کړي

په کییف اخېرۍ حمله د جون په میاشت کې شوي وه. په اوکراین د روس د یرغل شروع کې په لومړو ورځو کې کییف د سخت فشار دلاندې وو خو بیا جګړه زیاتره د اوکراین مشرقي او جنوبي سیمو لورې ته منتقل شوه او کییف نسبتاً خاموشه شو.

د اوکراین خارجه وزیر دمتري کولېبا وویل د افریقايي ملکونو دوره زر ختموي او ملک ته ستنېږي.

کولېبا په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د روس صدر ولادیمير پوتین سره یوازنۍ لاره د ترهګرۍ پاتې ته او د اوکراین پرامنه ښارونو حملې کوي خو هغه به اوکراین هېڅ کله هم مات نه کړی شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په اوکراین د مزایلو د حملې نه یوه ورځ مخکې صدر پوتین په اوکراین په هغه پول د حملې الزام پورې کړو چې روس او کرایمیا د یو بل سره نخښلوي.

صدر پوتین په پول حمله د ترهګرۍ ګام وبللو چې د هغه په قول مقصد یې د روس بنیادي اډاڼه په نخښه کول وو.

د خالي، شنبې، په ورځ حمله کې کرچ نومې پول ته جزوي نقصان رسېدلی دی. په جنوبي اوکراین کې روسي ځواکونو ته د وسلې او نور رسد زیاتره د دغه پول دلارې کېدلو.

د اوکراین چارواکو په پول د حملې خبره کړې خو په مستقیم ډول يې د حملې ذمه واري نه ده منلې.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG