لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: روس به خپل د اعمالو نتیجه ګوري


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن وایي د امریکا په وړاندې د روس مبینه شرجوړوونکي فعالیتونه به روس ته په ګرانه بیعه تمام شي. بلېنکن په یوه مرکه کې چې تېره هفته يې د سي اېن اېن سره کړې وه او د اتوار/یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل په داسې یو وخت کې چې امریکا یې مناسبه وګڼي، «مونږ به د خپلو مفاداتو د دفاع په خاطر لازمي ګامونه واخلو.»

بلېنکن چې د دې مرکې پر مهال يې براسېلز کې د نېټو له نورو سفارتکارانو سره خبرې بشپړې کړې وې، دا هم وویل چې د غربي اتحادیانو ترمنځ «یو شریک تعهد» موجود دی او هغه دا چې د ماسکو کړونو ته باید «په رڼو سترګو ځیر واوسو او کرملېن سره به حساب و کتاب کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چارواکي اوس په دې غور کولو بوخت دي چې واشنګټن د ماسکو په وړاندې د څه ډول ګامونو یا پابندیو منصوبه بندي وکړي، او په دې کې د نېټو له نورو هېوادونو سره هم سلا مشورې کیږي.

د بلېنکن وینا وه: «کله چي مونږ وکړی شو دا کار په هماهنګ ډول ترسره کړو، نو موږ قوي تره یو.»

که څه هم واک اختیار ته د جو بایډن تر رسېدو وروسته، امریکا او روس سمدستي خپل ترمنځ د اېټمي وسلو د کنټرول یوه معاهده چې وخت یې په خلاصېدو و، بېرته وغځوله، مګر امریکا په ځینو نورو برخو کې روس ملامته ګڼي. يو یې په مبینه توګه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو پر سر انعام کېښودل، بل په امریکا کې د تېر نوامبر میاشتې په انتخاباتو کې لاسوهنه، او همدا راز د امریکا د کمپیوټري سیسټمونو هېک کول.

په سي اېن اېن کې د انټني بلېنکن دا خبرې، د صدر بایډن دریځ ښکاره کوي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په نسبت د روس په وړاندې یې دریځ سخت دی.

بایډن دوه هفتې وړاندې له اې بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د هغه په نظر کې د روس صدر ولادیمیر پوټین یو "وژونکی کس" دی.

بایډن په هغې مرکې کې زیاته کړه: «دا چي هغه به څه بیعه پرې کړي، تاسو به یې ډېر ژر وګورئ.» خو بایډن دا هم وویل چې په ځینو مسایلو کې د واشنګټن او ماسکو مفادات په دې کې دي چې سره یوځای کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG