لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني او روسي ځواکونو د ترهگرۍ خلاف مشترکه مشقونه پېل کړل


د روس د دفاع وزارت ویلي پاکستاني ځواکونو سره په مشترکه مشقونو کې به ٧٠ روسي کماډو عسکر برخه اخلي او ١۴٠٠ مېړه اوچته غرنۍ سیمه کې به مشقونه ترسره کوي

پاکستاني او روسي ځواکونو د ترهگرۍ خلاف او په افغانستان کې د داعش د خطر په مخنیوي کې د همکارۍ په غرض په چراټ پوځي مرکز کې مشترکه مشقونه پېل کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د "فرېنډشپ ترډ" یا د ملگرتیا نومې مشقونه په چراټ کې د پاکستان د اېس اېس جي ځواکونو د ترهگرۍ ضد مرکز کې د گل، دوشنبې، په ورځ شروع شول.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور وویل د روس او پاکستان ترمنځ د ځواکونو د تربيي دا دریم مشقونه دي.

د روس د دفاع وزارت ویلي پاکستاني ځواکونو سره په مشترکه مشقونو کې به ٧٠ روسي کماډو عسکر برخه اخلي او ١۴٠٠ مېړه اوچته غرنۍ سیمه کې به مشقونه ترسره کوي.

د وی او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي اسلام اباد او ماسکو په کال ٢٠١٦ کې په داسې حال کې مشترکه پوځي مشقونه پېل کړل چې د افغانستان د هغه سیمو نه د داعش خراسان څانگې په خپلو فعالیتونو لاس پورې کړو چرته چې افغان حکومت واکمني نه لري.

داعش په نژدې وختونو په افغانستان کې یو شمېر خونړۍ حملې ترسره کړې دي.

روس وايي داعش په افغانستان کې د خپلو مرکزونو څخه مرکزي ایشیا او بیا روس ته ځان رارسول غواړي.

پاکستان هم په داعش د افغانستان څخه په هېواد کې د حملېو الزام لگوی.

په کال ٢٠١۴ کې د امنیت په مد کې د لوظنامې د لاس لیک کولو وروسته، روس او پاکستان په پوځي مدونو کې د یو بل سره مرسته زیاته کړې ده.

د اگست په میاشت کې ماسکو د اسلام آباد سره د معاهدې د لارې د پاکستاني او روسي ځواکونو مشترکه مشقونو دپاره انتظام برابر کړو.

ماسکو سره اسلام آباد د پوځي همکارۍ لوظنامه په داسې مهال کړې د امریکې سره د پاکستان تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوې دي او واشنگټن پاکستان ته پوځي امداد بند کړې دی.

ماسکو او اسلام آباد کوښښونه کوي چې افغان حکومت او طالبان د سولې دپاره مذاکراکت وکړي چې دا رنگ داعش په افغانستان کې خپلې پښې مضبوطې نه کړی شي.

روس مني چې د طالبانو سره یې رابطې برابر کړې دي خو په اسلام آباد د طالبانو د ملاتړ الزامات لگول کېږي. افغان او امریکايي مامورین وايي چې د طالبانو لوړ رتبه مشران په پاکستان کې میشته دي. پاکستان دا خبره ردوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي روس طالبانو ته وسله او نور ساز او سامان ورکوي. ماسکو ددې خبرې تردید کوي.

د روس او پاکستان ترمنځ په زیاتېدوکې همکارۍ په اړه په اسلام آباد کې مېشته څېړونکوي امتیاز گل وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رابطې یوازې د پوځ مد پورې محدودې نه دي.

د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې امتیاز گل وویل د پاکستان او روس مشترکه پوځي مشقونه د "نوي تعلقاتو د وني دور برخه ده."

امتیاز گل ووی "داسې معلومیږي چې دې سیمه کې روس، چین، پاکستان، ترکیه، ایران یو خوا شوې دي او بل خوا هند، افغانستان او امریکا دي."

XS
SM
MD
LG