لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: داعش د افغانستان په شمال کې اډه جوړوي


روس خبرداری ورکړی داعش د افغانستان له شمال څخه د خپلې نړیوالې ترهګرۍ لپاره د یوې اډې په توګه کار اخلي او هڅه کوي دغلته خپل ویجاړونکی خلافت جوړ کړي.

پاکستان کې د روسی سفیر الیکسې دیدوف وایي، د داعش نړیواله څانګه د عراق او شام په پوله فعاله ده او په نړیواله توګه د پراخېدو کوښښ کوي.

دیدوف د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې یو سمینار ته د وینا پرمهال ویلي، داسې پټ سیمیز او نړیوال لاسونه شته چې د افغانستان په شمال کې د داعش په لیکو کې د زرګونو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي.

که څه هم دیدوف په ښکاره و نه ویل خو روس او ایران په امریکا تور پورې کوي چې په افغانستان کې د داعش په راپورته کېدو کې مرسته کوي.

د ایران یو جګ پوړي پوځي قومندان ددې اونۍ په سر کې ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته د داعش ترهګر ددې لپاره انتقالوي تر څو سیمه پرې بې ثباته کړي او د خپلو سرتیرو د پاتې کېدو لپاره بهانه ولټوي.

واشنګټن په کلکه دغه تورونه ردوي او زیاتوي چې د داعش په وړاندې له افغان ځواکونو سره په خپلو ګډو پوځي عملیاتو کې یې ترهګر سخت ځپلي دي.

روس هم پدې وروستیو کې د داعش پرضد له طالبانو سره خپلې اړیکې زیاتې کړیدي په ځانګړي توګه د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې له منځنۍ اسیا سره ګډه پوله لري.

کابل او واشنګټن د روس دا کار په کلکه غندي چې هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او وايي چې د روس له دې کار سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد نړیوالو هڅو ته زیان رسیږي.

روس له ترهګرو سره د خپلو اړیکو لرلو دفاع کوي او وايي چې دا ددې لپاره دي چې د شخړې یو سولیز حل ته لاره هواره شي او تل یې دا تورونه رد کړیدي چې ګواکې روس طالبانو ته وسلې ورکړیدي.

په پاکستان کې د روس سفیر دیدوف وايي، هېواد یې له افغان او پاکستاني چارواکو سره د داعش په ځپلو کې مرسته کوي مخکې له دې چې په منځنۍ اسیا کې د روس د متحدینو امنیت وګواښي.

د روسي سفیر ددغو مرستو په لړ کې پاکستان ته د اېم ايي ۳۵ ډوله پوځي هیلې کاپټرو له ورکولو او یو شمېر نورو پوځي تړونونو څخه یادونه وکړه چې په وینا یې موخه یې د ترهګرۍ ځپل دي.

روس او پاکستان په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړل.

په اسلام اباد باندې په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو پرسر د امریکا لخوا زیات فشارونه راغلل. د امریکا په باور د پاکستان لخوا طالبانو ته د پټنځایونو د برابرولو له امله د افغانستان جګړه اوږده شوه.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې وروستیو کې په پاکستان باندې خپلې پوځي مرستې تر هاغو پورې وځنډولې تر څو پاکستان د ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

له همدې امله د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې چې لا له مخکې هم بې خونده وي نورې هم خرابې شوې او د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره په پاکستان باندې فشارونه نور هم زیات شول.

پاکستاني چارواکي دا ردوي چې ګواکې ترهګرو ته یې پټنځي ورکړي او یا یې ملاتړ کوي او زیاتوې چې امریکا غواړي ددې تورونو له لیارې په افغانستان کې خپله پوځي ماتې ته د وړو یوه پوزه کېږدي.

بل پلو د پاکستان د لوی درستیز د کمېټې مشر جنرال زبیر محمود حیات وویل: ٫٫ که څه هم ځینو هېوادونو له اسلام اباد سره ډیپلوماټیکې او پوځي مرستې کمې کړیدي خو پیکنګ او ماسکو له پاکستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی. پاکستان د دغو دواړو هېوادونو له هغو ډپلوماټیکو هڅو مننه کوي چې غواړي د پاکستان د امنیت او خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.٬٬

دغه لوړ پوړي پوځي جنرال دا هم وویل چې پاکستان په افغانستان کې د داعش د ځپلو په برخه کې د روسیې د اغیز او رول هرکلی کوي او پاکستان هم د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د روسیې د رول ملاتړ کوي.

جنرال حیات په افغانستان کې د طالبانو پرضد د امریکا په پوځي اقدماتو هم نیوکه وکړه او د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ یې د پخلاینې له بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

داسې ښکارېده چې د جنرال حیات اشاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته وه چې ویلي و له طالبانو سره خبرې نشي کیدای او د طالبانو پرضد یې د نورو پوځي اقدماتو غوښتنه کوله تر څو طالبان ختم شي.

د پاکستان ستر متحد چین په دې وروستیو کې له اسلام اباد او کابل سره یوځای د درې اړخېزو خبرو هڅه پیل کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډپلوماټیکې اړیکې ښې شي او افغان سوله پیاوړې شي.

پیکنګ په پاکستان کې د لویې اقتصادې لارې یا سیپیک د پروژې تر نامه لاندې په میلیاردونو ډالره پانګونه کوي ترڅو دواړه هېوادونه د چین له نړیوالې لویې لارې سره ونښلول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG