لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکرين ځينې سيمې د ځان برخه اعلانوي او د اوکرين ملاتړي د بندېزونو تياري کوي 


د يورپي کمېشن صدر اورسولا ون ډر لېين ويلي “يورپي اتحاد پلان لري چې د روسي څيزونو په اخستلو په غټه کچه بندېزونه ولګوي او خپل صادرات هم ورته بند کړي چې د کرېملن پوځي کمپلېکس د مهمه ټېکنالوجي نه بې برخې کړي”
د يورپي کمېشن صدر اورسولا ون ډر لېين ويلي “يورپي اتحاد پلان لري چې د روسي څيزونو په اخستلو په غټه کچه بندېزونه ولګوي او خپل صادرات هم ورته بند کړي چې د کرېملن پوځي کمپلېکس د مهمه ټېکنالوجي نه بې برخې کړي”

‎کرېملن ويلي د جمعې په ورځ يوه دستوره لري چې پکې د اوکرين د څلورو سيمو باقاعده په روس کې د شامېلېدلو اعلان وکړي خو په مخالفت کې يې اوکرين او د هغه پلويانو دا ګام غير قانونه بلي او په روس د نوي بندېزونو تيارۍ کوي.

د کرېملن وياند ډيميټري پېسکوف ميډيا ته د زيارت/پانچ شنبې په ورځ ويلي په دستوره کې به د روس صدر ولاډيمير پوټين او په څلورو واړه سيمو کې نوي ټاکل شوي انتظامي مشران هم ګډون کوي چرته چې روس پخپله خوښه رېپرېنډمز لا ټول ټاکنې کړي دي.

د جرمني ولسمشر چانسلر اولف شولز په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي د اوکرين صدر ولاډيمير زېلنسکي ته يې ډاډ ورکړی جرمني به کله هم دا نتيجې ونه مني.

شولز ليکلي “د پوټين دا شرمونکي ټول ټاکنې هيڅ معنا نه لري چې په زور نيولي شوو سيمو کې يې کړې دي”.

د وايټ هاوس پرېس سيکرټري کيرېن چين پيير ميډيا ته ويلي چې امريکا دا امکان څرګند کړی و “چې روس به دا شرمېدلې ټول ټاکنې د يوې پلمې په توګه کاروي چې د اوکرين خاروه د ځان سره شامله کړي. دا د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف کار دی”.

پيير ويلي دا هيڅ معنا نه لري روس چې هر څه وايي وايي به خو دا سيمې د اوکرين خاوره ده او په غبرګون کې به يې مونږ د خپلو ملګرو سره نور بندېزونه ولګوو چې په روس او هغه ټولو خلکو او ادارو چې د دې ګام مرسته کوي به اقتصادي لګښت نور سېوا کړي”.

د يورپي کمېشن صدر اورسولا ون ډر لېين ويلي “يورپي اتحاد پلان لري چې د روسي څيزونو په اخستلو په غټه کچه بندېزونه ولګوي او خپل صادرات هم ورته بند کړي چې د کرېملن پوځي کمپلېکس د مهمه ټېکنالوجي نه بې برخې کړي”.

وان ډر لېين په برسلز کې خبريالانو ته د بندېزونو په اړه وويل “دا به روسي مالونه د يورپي مارکيټونو نه لرې وساتي چې روس به د اوه بيلين يوروز د اضافي امدن نه محرومه کړي”.

د يورپي اتحاد 27 هېوادونه به د موثره بندېزونو په اړه پرېکړه کوي چې په تېر کې اتحاد په ځينې برخو کې په يووالي راوستلو کې ستونزې لرلې.

هغې وويل “مونږ ژمن يو چې روس ته وښايو د دې خورونکي شخړې زور وويني”.

د اوکرين کومې برخې چې روس د ځان سره شاملوي هغه ډونېټسک، خېرسون، لوهانسک او زوپورېژييا دي چې د ملک د ابادۍ 15% نفوس لري.

بلخوا د نيټو اتحاد ويلي چې تر لاسه شوي معلومات ښايي د روس نه يورپ ته د سمندر دننه د غځول شوي ګېس پايپ لاين ځای په ځای د ماتېدو علت غير ذمه داره کار او په اراده ورانکاري ده.

بيان کې ويلي شوي دا پايپ ماتول د انديښنې وړ خبره ده او يورپي اتحاد يې د پلټنو پلوي کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG