د روس په پلازمېنه ماسکو کې په يو کنسرټ د تېرې شپې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر وخت په وخت زیاتیږي، رویټرز خبري ایجنسۍ د روس د پلټنو د مرکزي ادارې په حواله وایي چې د وژل شویو کسانو شمېر 133 ته رسېدلی او شاوخوا 150 تنه پکې ټپیان شوي دي. سبا د دې پېښې په غم کې ملي ماتم اعلان شوی دی.
د روس مرکزي امنيتي او ترهګرۍ د مخنيوي ادارې ويلي، بريد د کروکس په هال کې شوی کوم چې د موسيقۍ لوی ځای دی. امنیتي ادارې ویلي، وسله والو په ګڼه کې ناتاره ډزې کړي او په هال کې اور لګېدلی دی.
داعش ډلې په ټولنيزو رسنیو د بريد زمه واري منلې ده. د اعماق نومې خبري ادارې په وېب پاڼه ورکړل شوي خبر کې ویل شوي، د روس پلازمينې په څنډه کې یې د کراسنوګورسک په ښار کې د عيسايانو په يوه غونډه یې برید کړی په لسګونو کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.
د بريد کوونکو په اړه سمدستي نه ده معلومه شوې چې څه پرې شوي يا چرته تللي دي. خو د روس ځينې خبري ادارو ويلي، بريد کوونکي د ځانګړو پوليسو دغه موقعې ته د رسېدو نه مخکې تښتېدلي دي.
د ماسکو مېر سرګۍ سوبيانين بريد ته لويه الميه ويلي او د روس چارواکي د دغه پېښې د ترهګرۍ د پېښې په څېر پلټنې کوي. ويل شوي د بريد سره د کنسرټ د هال چت غورځېدلی او اور پرې لګېدلی دی.
ياده پېښه په روس کې په کلونو کې غټه وژونکې پېښه شوې په داسې وخت کې د روس په اوکراين جګړه درېم کال ته داخليږي.
د روس د مطبوعاتو ترمخه بريد کوونکو چاوېدونکي مواد غورځولي او د کنسرټ په هال کې اورلګېدلی دی، چرته چې 6000 تنه ځای کېدی شي. په خبرو شوو ويډيوز کې ليدل کيږي چې په ودانۍ اور لګېدلی لوګي يې اسمان پله پورته کېدل.
بريد د روس د مشهور راک بېنډ په غونه کې شوی چرته چې ګڼ خلک راټول شوي وو.
په ټولنيزو رسنيو په کريملن نيوکې شوي چې څنګه د ګواښ او د بريد په مخنيوې کې پاتې راغلي. ويل شوي د بريد وروسته د ماسکو په هوايي اډو، رېلوی سټېشنو، او سب وی امنيت ټينګ کړل شوی او د ماسکو مېر د اوونۍ په اخره کې هر ډول غونډې منسوخ کړي دي. د روس په نورو سيمو کې هم د امنيت ټينګولو ويل شوي دي.
کريملن په سمدستي ډول د بريد پړه په چا نه ده اچولې خو د روس ځينې قانون سازو په اوکراين د برید تور لګولی او په اوکراين د بريدونو سېوا کولو غوښتنه کړې ده.
په ماسکو کې د بريد نه څو ساعته وړاندې د روس پوځ د اوکراين د بجلۍ په نظام پراخه بريدونه کړي، د اوکراين د بجلۍ تر ټولو غټ پلانټ يې ویجاړ کړی او د يو ميلين نه زيات خلک یې د بجلۍ څخه محرومه کړي دي.
خو د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي مشير مخايلو پوډولیاک په کنسرټ بريد کې لاس لرل رد کړي او په ټولنيزو اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې یې ويلي، اوکراين کله هم د ترهګرۍ طريقې نه کاروي، د روس سره په جګړه کې به هره فېصله د جګړې په مېدان کې کيږي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت وياند جان کربي د جمعې په ورځ ويلي، د پېښې د تفصيلاتو په اړه څه نه شي ويلي خو عکسونه ويرونکې دي او ليدل یې ګران دي، او مشکله ورځ یې ورته ویلې ده.
دا بريد په داسې وخت کې شوی چې په ماسکو کې د امریکې سفارتخانې د دې مياشتې په سر کې په امریکايانو غږ کړی چې د روس په پلازمينه کې د ګڼې ځايونو ته د تلو څخه ډډه وکړي ځکه توندلاري د منصوبې لاندې د ګڼې ځايونه او کنسرټونه هدف کولی شي. ياد خبرداری د لويديځ ځينې هېوادونو سفارتخانو هم تکرار کړی وو.
د جان کربي نه د اووم مارچ د دغه خبرداري په اړه پوښتنه شوې، هغه ويلي، دوی نه ګڼي چې خبرداری د دې ځانګړي بريد سره تړاو لري.
په روس کې د کال 2000م په لسيزه کې په چيچنيا صوبه کې د بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې وژونکي ترهګر بریدونه شوي وو. په اکتوبر 2002 کې چيچن وسله والو د ماسکو په يو تهېټر کې 800 کسان يرغمل کړي دوه ورځې وروسته بيا د روس ځانګړي ځواکونه په ودانۍ ورغلي، 129 يرغماليان او 41 چيچن جنګيالي پکې وژل شوي وو.
په ستمبر 2004م کې نزدې 40 چيچن وسله والو په جنوبي روس کې يو سکول قبضه کړی په لسګونو کسان یې يرغمال کړي او دغه يرغمال شوي کسان د دوه ورځو په ختمېدو ازاد کړل شوي چې 330 کسان پکې وژل شوي، د نيمې نه زيات یې ماشومان وو.
Forum