روس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یوکرېن په سرښار کییف فضايي حملې وکړې او د یوکرېن هوايي پوځ وویل په کییف حمله کې استعمال شوي 31 مزایلي يې وغورځولې.
د کییف مېیر یا ښاروال ويټالي کلېټچیکو د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل چې رهایشي علاقو په شمول د ښار په مختلفو برخو کې د راکټو ټوټې راوغورځېدلې او په ځینو ځایونو کې اورونه هم ولګېدل.
ښار وال وویل د روس په حمله کې لږ تر لږه 10 کسان زخمیان شول.
د روس د حملو په اړه د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېسنکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سوشل میډیا وویل "داسې ترهګري ورځ او شپه دوام لري."
زېلېنسکي د یوکرېن په اتحادیانو غږ وکړو چې د فضايي دفاع په برخه کې د دغه هېواد سره مرسته وکړي.
په کییف د روس د حملو نه یوه ورځ وړاندې زېلېنسکي د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د کوربتوب وکړو.
د سولېون کوښښ و چې یوکرېن ته ډاډ ورکړي چې امریکا به د یوکرېن امداد دوامداره ساتي، د دې باوجود چې کانګرس یوکرېن سره د نورې مرستې په منظورولو کې د ځنډ نه کار اخیستی دی.
سولېون یو خبري کانفرنس ته وویل چې په کانګرس کې به د یوکرېن سره مرسته په متفقه توګه منظوره کړی شي.
سولېون د یوکرېن د صرد چیف اف سټاف اندری یرمک سره وليدل او د جنګ په مېدان د یوکرېن په ضرورتونو او اینده کېدونکو د سرمشرانو د غونډو په اړه یې خبرې وکړې. د نېټو غونډه د جولای په میاشت کې په واشنګټن کې کېدونکي ده او بله غونډه په سوېټرزلېنډ کې متوقعې ده، لا یې نېټه نه دا ټاکل شوې خو امکان دی چې وبه شي. یرمک وویل د روس اتحادي ملک چین شرکت کولی شي خو یوکرېن په روس ته دعوت نه ورکوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر په یو تازه رپورټ کې ویلي چې روس د یوکرېن په نیول شویو سیمو کې د ویرې فضا جوړه کړې ده.
د 2300 کسانو د مرکو په بنیاد په رپورټ کې وېل شوي چې روسي ځواکونو د یوکرېن نه په قبضه کړې سیمو کې په مقامي خلکو روسي ژبه او د روس حکومت داري عملي او د یوکرېن د ثقافت او د شناخت اظهار چقوي.
Forum