د برطانيي د فاع وزارت وايي فکر کوي چې روس به د اوکراین دونیڅک صوبې د نیولو لپاره په هلوځلو کې هم هغه لار کاروي چې د ختیځ اوکراین د لوهانسک صوبې په تمامو برخو د کنټرول لپاره یې کارولې وه.
د برطانيي د دفاع وزارت دا هم وویل په دغه طریقه به روس د خپلې وېنا سره سم په ګرده ډنباس سیمه قبضه ترلاسه کړي
د برطاني دفاع وزارت په یو بیانیه کې وویل د ډنباس په سیمه کې د جګړې رفتارکم دی مګر روس پکې پرمختګ کوي او په پراخه کچه د توپخانې د استعمال دلارې لوی او واړه ښارونه د زمکې سره هواروي.
بیان زیاته کړه چې روس به په ډونټسک کې جګړه هم په دغه ډول کوي.
د روس صدر ویلاډیمیرپیوټن د ګل په ورځ داوکراین په لوهانسک صوبه کې د خپل بریالتوب اعلان په داسې حال کې کړی چې د یوکراین پوځ د خپل مظبوطې اډې او اخیري ښار لیساچینسک څخه وتلی دی.
اوکراین وايي د روس پوځ په دونیڅک سیمه کې په سیورسک، فیډوریوک او بخموت علاقو ورغلی او د دغه سیمو په نیمايي برخه روس قابض شوی دی.
د روس دفاع وزیر سرګۍ شویګو په ټيلي ویژن یوه غونډه کې د روس صدرویلاډیمیر پیوټن ته راپور کړې چې د روس پوځ په لوهانسک باندې کنټرول ترلاسه کړی دی د صدر پیوټن په خپل وار وايي چې د پوځ کوم یونټ دغه جګړه کې برخه اخستې او لوهانسک یې فتح کړی، دوئ باید ارام وکړي او جنګي صلاحیتونه دې یې زیات کړی شي.
د لوهانسک ګورنر سري هیدي ایسوسي ایټډ پریس ته د ګل په ورځ ویلي د اوکراین پوځ خپل ځان ګیره کې د راوستلو نه بچ کولو لپاره د سیمې نه په شا شوی دی.
هېدی وايي په لیساچینسک کې د محاصرې خطر وو، وضاحت کې وائ چې د اوکراین پوځ به دغلته ترڅه وخته پاتې شوی وو خو زیات امکان دا وو چې ورته به زیاته مرګ ژوبله اوختې وه. "مونږ په منظمه توګه ټول رابهر کړل او ژوبل مو راویستل، زیاتوي خپل تمام الات مو له ځانه سره ویوړل، نو تر دې حده پورې په شا کیدل په ښه منظمه ډول تر سره شوي دي."
ګورنر هیدي رائټرز خبري ادارې ته ويلي لیساچینسک بائیلل دومره لویه خبره نه ده او اوکراین ته د یو ښار لپاره د جګړې پرځائ د تمام جنګ ګټل مهمه دي.دی وائ دا دردناکه خبره ده خو د جګړې بائیلل نه دي.
د اوکراین د پوځ مشر ویلي د روس پوځ که یو خوا سیورسک، فیډوریوکا او بخموت اړخ ته تګ کوي نو بلخوا يې د اوکراین د لاس لاندې مظبوط ځایونو د ډونټسک صوبې مرکزي برخو کې په سلوویانسک او کراموټارسک باندې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین چارواکي وايي د اتوار په ورځ په سلوویانسک باندې د روس حمله کې د نهه کلنې ماشومې په ګډون 6 تنه وژل شوي او 19 نور ژوبل شوي دي. کراموټارسک باندې هم د اتوار په ورځ بمباري شوي ده.
د عسکري چارو څیړنکار وايي د روس پوځ په وسلو کې برلاسي دي خو د عسکرو په شمیر کې دورمره زیات قوي نه دی. اوکراین طمه کوي چې د روس د پوځ سره به د غربي نړئ او امریکا نه ترلاسه کیدونکې وسله باندې مقابله کوي.
د اوکراین صدر ویلاډیمیر ذلنسکي په ماښامنۍ ویډیوي وینا کې وئيلي که څه هم جکړه دوام لري خو هیواد ئ اقتصادي مرستو ته اړتیا لري چې د بیا ودانۍ کارونه پرې وشي. دی وايي داسې نه ده چې د اوکراین د بیاودانۍ کارونه به د جګړې د ګټلو ورستو کیږي بلکه اوس ئ هم د کولو وخت دی. او مونږ به د خپلو ملګرو او تمام جمهوري نړۍ سره په ګډه دا ارومرو کوو.
د سویټزرلینډ په لوګانو ښار کې یو غونډې ته په ویډیوي وینا کې ښاغلي ذلنسکي د اوکراین بیا رغونې ته خپل پام اړولی. دی وائ د اوکرائن بیا رغول د یو قام کار نه دی، دا د تمام جمهوري نړۍ شریک کار دی.
د اوکراین وزیراعظمې ډینسي شیمحال دغه دوه ورځنئ غونډې ته کومه چې د ګل په ورځ پيل شوې وئيلي د اوکراین په بیا رغونه به د وړاندې نه شوې اندازې ترمخه 750 اربه ډالره مصرف راځي. په دې غونډه کې تر دولسو زیات هیوادونو،نړیوال تنظیمونو او شخصي شرکتونو مشران ګډون کوي.
یادونه: د دي خبرې ځینې معلومات د ای پي، رویټرز او اي اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي