لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس وزیراعظم د کرائمیه په دوره تلی


د فرانس سرښار پیرس کې جان کیري د اتوار په ورځ خپل روسي هم منصب سرگې لاوو رو ته وویل د یوکرین په پوله د روسي ځواکونو موجودگي د ویرې فضا پیدا کړې ده او سفارتکارۍ دپاره مشکلات را ولاړوي
د فرانس سرښار پیرس کې جان کیري د اتوار په ورځ خپل روسي هم منصب سرگې لاوو رو ته وویل د یوکرین په پوله د روسي ځواکونو موجودگي د ویرې فضا پیدا کړې ده او سفارتکارۍ دپاره مشکلات را ولاړوي
د روس وزیراعظم دمتري مدویدیو د لوړ رتبه روسي چارواکو د ډلې یوې په مشرۍ کې کرائمیه ته رسیدلی دی چې د سېمې د پرمختگ دپاره چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
دا میاشت د یو لانجمن ریفرنډم په نتیجه کې کرائمیه د یوکرین نه بیلیدو او روس کې د شاملیدو ورسته دمتري مدویدیو وړمبي لوړ رتبه روسي حکومتي چارواکی دی چې د کرائمیه دروه کوي.
روسي مامورینو ویلي د کرائمیه د سفر په مهال به دمتري مدویدیو د سېمې د پرمختگ دپاره چارواکو سره خبرې اترې کوي.
خپله مدویدیو ویلي کرائمیه کې به خصوصي اقتصادي مرکز جوړوي چې پکې به سرمایه کارانو ته ټیکسونو کې ریاعت ورکړی کیږي او د هغوي د پنگې لگولو دپاره قوانین اسانولی شي. هغه دا لوظ هم وکړو چې کرائمیه کې به تنخاگانو او پینشنو اضافه کولی شي.
د روسي وزیراعظم د کرائمیه د دورې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزیر جان کیري په روس غږ کړی وو چې د یوکرین د مشرقي او جنوبي سرحدونو سره نزدې پراته په زرگونو روسي عسکر دې لرې کړی شي.
د فرانس سرښار پیرس کې جان کیري د اتوار په ورځ خپل روسي هم منصب سرگې لاوو رو ته وویل د یوکرین په پوله د روسي ځواکونو موجودگي د ویرې فضا پیدا کړې ده او سفارتکارۍ دپاره مشکلات را ولاړوي.
خو لاوو رو نیغ په نیغه د روسي ځواکونو په هکله څه خبرې وو نه کړې. خو تیره هفته هغه امریکائي چارواکو ته دا باور ورکړی وو چې روسي عسکر یوکرین ته د دننه کیدو هیڅ منصوبه نه لري.
کیري وویل لاوو رو او هغه په دې خبره متفق دي چې د یوکرین اولس د خپل ائنده د ټاکلو حق لري.
د امریکې اندازه ده چې روس د یوکرین پولې سره نزدې شا او خوا ۴٠٠٠٠ عسکر پرځائې کړې دي خو یوکرین وايي په پوله يي نزدې یو لک روسې ځواکونه موجود دي.
روس وايي یوکرین کې د روسې ژبې ویونکو د تحفظ حق لري او هم دا خبره يي کرائمیه د نیولو دلیل گرځولی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG