لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماسکو: ختیځ یوکرین کې به د اولس د رائې احترام کوو


روسي خارجه وزیر سرگی لاو روو د گل په ورځ ویلي یوکرین کې کړکیچ یواځې هله ختمیدی شي چې کییو او بیلتون خوښي مذاکرات وکړي. هغه د یوکرین په مسله د نړي والې غونډې ضرورت رد کړو
روسي خارجه وزیر سرگی لاو روو د گل په ورځ ویلي یوکرین کې کړکیچ یواځې هله ختمیدی شي چې کییو او بیلتون خوښي مذاکرات وکړي. هغه د یوکرین په مسله د نړي والې غونډې ضرورت رد کړو
ماسکو ویلي ختیځ یوکرین کې به د خپلواکۍ په حق کې د اولس د رائې احترام کوي او غوښتنه يي کړې چې د اتوار په ورځ شوي ریفرنډم نتائج دې د کییو او بیلتون غوښتونکو مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د لارې عملي کړی شي.
روسي خارجه وزیر سرگی لاو روو د گل په ورځ ویلي یوکرین کې کړکیچ یواځې هله ختمیدی شي چې کییو او بیلتون خوښي مذاکرات وکړي. هغه د یوکرین په مسله د نړي والې غونډې ضرورت رد کړو.
د یوکرین موقتي صدر اولیکسانډر ټرچینو د باغیانو د ولکې لاندې د ختیز یوکرین په ډنیسک او لوهان صوبو کې د اتوار په ورځ ریفرنډم پروپیگینډه وگرځوله او وې ویل د ووټونو هیڅ قانوني بنیاد نه وو. خو هغه وویل د هغه چا سره خبرو اترو ته تیار دی چې د قانون په چوکاټ کې کار کولو ته تیار دي او لاسونه په وینو نه دي ککړ.
د ختیځ یوکرین د روس په پوله پرتو سیمو ډونیسک او لوهان کې د اتوار په ورځ ووټونه واچولی شول چې خلکو پکې دا رائې ورکوله چې آیا دغه سېمې یوکرین کې پاتې شي او که په خپلواکه هیواد کې شاملې کړی شي.
د ریفرنډم منتظمین وايي ٩٠ فیصد ووټ اچونکو د خپلواکۍ په حق کې رائې ورکړې ده. خو دا نه ده معلومه چې آیا ددې مطلب څه دی یعنې دغه سېمې به په یوکرین کې دننه وي خو زیاته خپلواکي په لري، یو ازاد هیواد به برې جوړیږي او که روس کې په ور شاملې کړی شي.
د ووټونو د نتائجو په ازاده توگه تصدیق نه دی شوی.
دونیسک کې د وائس اف امریکا یو خبریال ویلي ووټونو کې گډوډي لیدل شوي، ووټونو د شمیرې دپاره څه نظام موجود نه وو، ځېنې خلکو بیا بیا ووټونه اچولې او دا چې د ووټونو صندوقونه په عارضي توگه تیار کړی شوي وو.
واشنگټن کې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ختیځ یوکرین په ریفرنډم مایوسي څرگنده کړې ده. د وزارت ترجمان جین ساکي ویلي امریکا به د ریفرنډ نتائج نه مني ځکه چې دا د نړي وال قانون او د یوکرن د خپلواکۍ خلاف ورزي ده.
بلخوا د یورپین یونین خارجه وزیران د گل په ورځ کیدونکې یوه غونډه کې به په دې خبره غور کوي چې د یوکرین کرائیمیه سېمه روس کې شاملولو په سر د ماسکو خلاف نور کوم اضافي بندیزونه ولگول شي.
کرائیمیه کې د مارچ په میاشت کې لکه د ختیځ یوکرین ریفرنډم وکړی شو چې ماسکو ویل خلکو پکې په اکثریت روس سره د شاملیدو په حق کې رائې ورکړه. اوس دغه سېمه روس کې شامله کړی شوي ده.
د امریکې په شمول یورپي هیوادونو یوکرین کې د لاس وهنې په سر د روس خلاف ځېنې اقتصادي پابندۍ لگولې دي.
ماسکو وايي اقتصادي پابندو په روسي اقتصاد څه اثر نه دی غورځولی او یوکرین کې اقدامات يي هلته میشته روسي ژبه ویونکو د تحفظ لپاره اخېستې دي.
او د جرمني یو اخبار ویلي ختیځ یوکرین کې د ماسکو پلوه باغیانو خلاف کاروائي کې د کیوو حکومت د امریکې د کرائې وسله استعمالوي. بلډ ایم سونټاگ نومې روځپاڼه وايي اکاډمي په نومې امریکائي کمپنۍ شا او خوا ۴٠٠ اجرتیان نیولې او د کییو حکومت ته يي سپارلې دي. خو کپمنۍ د وي او ای یوکریني ژبې څانگې ته د تپوس په ځواب کې دغه رپورټ بې بنیاده گرځولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG