لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: امریکې په افغانستان کې جنگ بېللی دی


د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پنځو استازو شرکت وکړو.
د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پنځو استازو شرکت وکړو.

د افغانستان دپاره د روس خصوصي استازي ضمیر کابلوو ویلي امریکا په افغانستان کې د امن په راوستلو کې ناکامه شوې ده نو ځکه اوس ماسکو په جنگ ځپلې هېواد کې د امن کوښښونه پېل کړې دي.

د اېسوسي اېټډ خبري ادارې ترمخه، کابلوو د روس سرښار ماسکو کې د گل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل په ماسکو کې د افغانستان په موضوع نړیواله غونډه کې په افغانستان کې د سولې د کوښښونو برخه وه. په دغه غونډه کې په لومړي ځل امریکې هم گډون وکړو.

کابلوو وویل "دا لومړی ځل و چې د مخالفو فریقینو استازي په یو تالار کې را یوځای شول او د یو بل سره خبرو ته اماده وو دا په افغانستان کې په پراخه کچه د امن د خبرو وړمی گام و"

د افغانستان دپاره د روسي صدر خصوصي استازی ضمیرکابلوو
د افغانستان دپاره د روسي صدر خصوصي استازی ضمیرکابلوو

ښاغلي کابلوو وویل روس د خپلو مفاداتو او په مرکزي ایشیا کې د امنیت په غرض په افغانستان کې د امن هلې ځلې کوي. هغه زیاته کړه چې امریکا او نېټو په تیرو ١٧ کلونو کې په افغانستان کې د خپل شتون باوجود هم د هېواد جنگ ختم نکړی شو.

د افغانستان دپاره د روسي صدر خصوصي استازي وویل غربي نړۍ په افغانستان کې جنگ دلاسه ورکړی دی.

افغانستان کې جنگ بیللی دی. "طالبانو په دې تېرو کلونو په خپله وینه دا ثابته کړې ده چې د څه نه څه غوښتنه وکړي. که څوک په دې حق شک کوي او په افغانستان کې یې ١٥٠٠٠٠ خارجي ځواکونو وساتل نو دوی چا طالبانو ته د ماتې ورکولو نه منع کړل؟ دوی کټلي نه ده بېللې یې ده. مغربي نړۍ په افغانستان کې جنگ بېللی دی خو اعتراف یې نه کوي، دا هر چا ته معلومه ده او دا بالکل حقیقت دی. نو ځکه مذاکرات ضروري دي."

د جمعې په ورځ د افغانستان په موضوع د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پنځو استازو شرکت وکړو. افغان حکومت په مستقیم ډول د ماسکو په غونډه کې گډون وه نکړو خو د حکومت گمارلي د سولې د عالي شورا یو پلاوی ماسکو ته لیږل شوی و.

د امریکې نه علاوه پاکستان، ایران، چین، هندوستانو ترکمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د ماسکو په خبرو کې ونډه واخیسته.

دا وړمبی ځل و چې امریکې د طالبانو ترڅنگ په یو وخت یوه غونډه کې گډون وکړو او د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت وویل چې یو مبصر به د ماسکو د خبرو جاج اخلي.

د ماسکو غونډه په داسې حال کې وشوه چې امریکې د طالبانو سره ابتدايي رابطې کړې دي. د طالبانو سره ورستۍ خبرې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازې زلمي خلیلزاد د طالبانو د قطر د دفتر دلارې تېره میاشت وکړې.

تېره میاشت د افغانستان، پاکستان او د منځني ختیځ د سفر په مهال خلیلزاد په افغان حکومت او په طالبانو غږ وکړو چې د خپل منځو مذاکراتو دې زر تر زره بندوبست وکړی.

زلمی خلیلزاد دا مهال په افغانستان کې د سولې په غرض یو وارې بیا د سېمې په سفر دی. سټېټ ډپارټمنټ ویلي خلیلزاد به د نومبر د اتمې نېټې نه تر د ٢٠ مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او وزارت وویل خلیلزاد به د افغان حکومت ترڅنگ د ټولو اړوندو ډلو سره په افغانستان کې د طالبانو په شمول د امن بهیر په وړاندې بوتلو په موضوع خبرې کوي.

سټیټ ډپارټمنټ په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې د دوامداره امن تقاضه ده چې ټول افغانان د هېواد په اینده کې غږ ولري.

امریکا په افغانستان کې د امن دپاره د روس کوښښونو ته د شک په نظر کتنه کوي. امریکايي او افغان مامورین په روس د طالبانو د ملاتړ الزام لگوي.

خو روس او خپله طالبان دغه خبره ردوي.

د ریا خبري ادارې ترمخه د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین هم گډون وکړو او د غونډې ورورسته یې دا خبره رد کړه چې روس طالبانو سره امداد کوي. ماسکو هم د افغان او امریکايي مامورینو دا خبره ردوي چې روس طالبانو ته مالي امداد ورکوي.

د ماسکو د خبرو وروسته د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوي په یو بیان کې وویل چې طالبانو ته پکار دي چې زر د خبرو دپاره وخت او ځای وټاکي. د سولي د عالي شورا پلاوي په یو بیان کې وویل چې د طالبانو سره دغه خبرې بغیر د څه شرط وړاندې تللی شي.

خو طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره په مستقیم ډول د خبرو امکان ردکړی دی.

د ماسکو د غونډې په موقع د روس خارجه وزیر سرگی لاوورو وویل کله چې بهرنیو قوتونو افغانستان د خپلو مقابلو میدان جوړ کړي نو بدې نتیجې یې راوتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG